د تورخم لارې تړل کیدو پاکستان ته تلوونکي ناروغان له ستونزو سره مخ کړي

انځور: خواله رسنۍ

اطلاعات روز: نږدې یوه اوونۍ پوره کېږي چې د تورخم دروازه د بار وړونکو موټرو او هغه ناروغانو پرمخ تړل شوې چې پاسپورټ او د پاکستان ویزه نه لري.

د لغمان اوسیدونکی زمرک چې میرمن یې د سرطان ناروغۍ لري وایي، اوس مهال د تورخم دې غاړې ته لسګونه ناروغان له څو ورځو راهیسې د دروازې د خلاصېدو په تمه ناست دي.

نوموړی زیاتوي، چې د تورخم له لارې پاکستان ته د تلوونکو ناروغانو کمېسېون له لوري یې د تګ ځانګړې اجازه «ټوکن» ترلاسه کړی، خو اوس یې شپږمه ورځ ده چې د پاکستاني لوري ورته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

زمرک وویل: «پاکستان راڅخه پاسپورټ او ویزه غواړي مونږ له زیاتو ستونزو سره مخ یو، له پاکستاني او طالب چارواکو د لارې خلاصیدو غوښتنه کوو.»

د ننګرهار اوسیدونکی نعمت الله چې پلار یې په کوما حالت کې دی وایي، نن یې په تورخم کې دریمه ورځ پوره کیږي، خو لاهم پاکستان ته په تګ نه دی بریالی شوی.

هغه وايي، چې د پلار روغتیايي وضعیت یې خراب دی او پاکستاني پوله ساتي له دې لارې د تېرېدو لپاره وېزې او پاسپورټونه غواړي.

د هغه په خبره، چې د بار وړونکو موټرو پرمخ د تورخم دروازې له تړل کېدو وروسته اوس پاکستان افغان ناروغان ته هم د پاسپورټ او ويزې لرل حتمي کړي، ترڅو دغه هیواد ته د درملنې لپاره ورشي.

دغه راز د کونړ اوسیدونکی انعام الله وايي، سره له‌ دې چې اوس په ټوکن ناروغانو ته اجازه نه ورکول کېږي، خو په‌ دې وروستيو کې د بېلابېلو ولايتونو ناروغانو لپاره د ټوکن اخيستل هم ستونزمن شوي دي.

نوموړي وویل: «میرمن مې د سرطان ناروغۍ لري، هره میاشت یې باید پاکستان ته د واکسین لپاره یوسم ناروغان له زیاتو ستونزو سره مخ دي اوس به کوښښ کوم چې پاسپورټ ترلاسه کړم، چې په قانوني ډول پاکستان ته لاړ شم ځکه دا لاره کله بنده او کله خلاصه وي ټول تاوان یې عام ولس ته دی، نو مجبوره یم پاسپورټ واخلم خو د پاسپورټ اخيستل ډېر سخت دي، هڅه کوم چې له يوې لارې پاسپورټ واخلم، ځکه زما د میرمنې درملنه پاکستان کې کېږي او دلته نه کیږي.»

مونږ هڅه وکړه په دې اړه تورخم کې د طالب چارواکو نظر هم ولرو، خو له پرلپسې اړیکو سره–سره یې د نظر په اخیستلو بریالي نشوو.

د تورخم دروازه پاکستاني لوري د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۳مه نېټه له دې امله د باروړونکو موټرو پرمخ وتړله چې موټر چلوونکو پاسپورټونه او د پاکستان ویزې نه درلودې.

د تورخم دروازه له دې وړاندې هم څو ځلي د پاکستاني او طالب چارواکو ترمنځ د نښتو او سیاسي ناندریو له کبله تړل شوې او بیرته خلاصه شوې، خو دا چې دا ځل به د تورخم دروازه کله خلاصه شي طالب چارواکي وایي، په دې اړه یې هڅې پېل کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته