اطلاعات روز: ځايي سرچينې وايي چې د خوست ولايت په مرکز کې د شخصي دښمنۍ له امله د ډزو پر مهال يو کس وژل شوی او يو بل ټپي دی.
د طالبانو د خوست امنيې قومندانۍ هم پېښه تاييد کړې او نن (سېشنبه، ۳ د سلواغې) يې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې پر دې کسانو تېره ورځ وسلوال برید شوی و.
خبرپاڼه کې ويل شوي چې په پېښه کې ښکېل ډزې کوونکی کس يې د ښار اړوند د دوهمې حوزې په سيمه کې نيولی او څېړنې ورڅخه پيل شوې دي.
د دې کسانو د شخصي دښمنۍ لامل څرګند نه دی او نه هم جوته ده چې وژل شوی او ټپي شوی کس د خوست له کومې سيمې سره تړاو لري.
د تېرو دوو اونيو پر مهال دا په خوست کې درېیمه پېښه ده چې له امله يې مرګ ژوبله پېښېږي.
څو ورځې وړاندې د خوست ولايت په تڼيو ولسوالۍ کې يو زوم د خپلې خسرګنۍ پنځه غړي وژلي و او تر دې پېښې دوې ورځې وروسته په صبريو ولسوالۍ کې يو کس خپله مېرمن وژلې وه. د طالبانو په وينا، په دې پېښو کې ښکېل کسان يې نيولي دي.