کونړ کې کان کیندونکي طالبان له هغوی پر باج اخېستو تورنوي

د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې یو شمېر کان کیندونکي شکایت کوي، چې د دغه ولایت د کانونو ریاست لپاره د طالبانو مسوولین ترې د کان کیندلو په بدل کې باج غواړي، چې دا چاره دوی ته په لوړه بیه تمامېږي.

کان کیندونکي وايي، له یوه لوري په خپل شخصي لګښت د کانونو کیندنه کوي، خو له بل لوري د کونړ د کانونو ریاست مسوولین نه یوازې دا چې د دوی ستونزو ته رسېدنه نه کوي، بلکې له دوی شپږ برخې پیسې غواړي، چې دوی یې غیر قانوني او باج یادوي.

دوی د طالبانو له مرکزي چارواکو غوښتنه کوي، چې د باج اخېستوونکو مخنیوي ترڅنګ دې د کان کیندونکو شته ستونزو ته د حل زمینه برابره کړي.

کونړ د هېواد یو له هغو ولایتونو دی، چې په زیاته کچه د بیروجو، کونزیټ، بلور، کومرین، تختې، مارګنیټ، نفرایټ او یو شمېر نورو قېمتي ډبرو سلګونه کانونه په کې شتون لري.

دغه کانونه چې زیاته برخه یې د دغه ولایت په ماڼوګۍ او چپې درې ولسوالیو کې دي، ګڼ ځايي خلک یې په خپلو شخصي لګښتونو پر کیندلو بوخت دي.

کونړ د هیواد یو له هغو ولایتونو دی چې د طبیعي ځنګلونو ترڅنګ په کې د بېلابېلو قیمتي ډبرو کانونه شته دي. انځور: خواله رسنۍ

په چپې درې ولسوالۍ کې کان کیندونکی میرویس له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «مونږ نه د کانونو ریاست شپږ برخې اخلي او پکار دا ده، چې دوی باید یوه نیمه برخه واخلي، ځکه له دې زیاته برخه سوچه ظلم دی. مونږ دولس نفره کار کوو، بل کار نشته او د کان استخراج ته لګیا یو، غیر قانوني کار نه کوو، حکومت [طالبانو] راته اجازه راکړې، خو دوی موږ نه پرېږدي او برخه رانه ډېره غواړي، چې زمونږ په وس پوره نه ده او ټول راته په تاوان دی.»

کیندونکي دغه راز نیوکه کوي، چې کونړ کې د طالبانو ولایتي چارواکو له دوی سره د کانونو د کیندنو په موخه د اسانتیاوو په برابرولو کې خپلې کړې ژمنې هم نه دي عملي کړي.

د کان کیندونکو په خبره، طالبانو ورسره ژمنه کړې وه، چې ټولو ته به په آزادانه ډول انفلاقي مواد رسوي، خو په خبره یې سربېره پر دې د ډبرو د لېږد پر مهال یې هم پر وړاندې ګڼې ستونزې شتون لري چې د حل غوښتنه یې کوي.

کان کیندونکي زمري له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «مونږ سره طالبانو وعده کړې وه، چې تاسو ته به آزادنه ډول انفلاقي مواد راوړو، خو دوی دا کار ونه کړ او مونږ یې په خپله شخصي راوړو، ترڅو کانونو ته چاودنې ورکړو او د استخراج په برخه کې راته سهولت را منځته شي، خو دا راته قېمته تمامېږي او د راوړولو پرمهال هم راته په لارو کې ډېر مشکلات وي؛ زمونږ غوښتنه دا ده، چې امارت دې خپلې ژمنې پوره کړي.»

د کونړ د چپې درې ولسوالۍ له یوه څخه ویستل شوې د بیروجو ډبره. انځور: استول شوی

کونړ کې د کان کیندونکو اتحادیې مشر حاجي عبید هم مني، چې کان کیندونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي او غوښتنه کوي، چې د طالبانو مرکزي حکومت دې ورته د ستونزو د حل لپاره بېړني ګامونه پورته کړي.

نوموړی زیاتوي: «مونږ په لسهاوو ځله ولایت ته لاړو، چې مشکلات راته حل کړي او برخې رانه کمې واخلي، خو دوی زمونږ غږ ته توجه نه لري او غوښتنه مو دا ده، چې مرکزي حکومت [طالبان] دې زمونږ ستونزو ته د حل لار ولټوي؛ ترڅو یوه مړۍ حلاله نفقه په آسانۍ او عزت لاسته راوړو.ِ»

هڅه مو وکړه، چې په کونړ کې د کان کیندونکو شکایتونه او توندې نیوکې په دغه ولایت کې د طالبانو د کانونو ریاست او ولایتي چارواکو سره شریکې کړو، خو له پرله پسې هلو ځلو وروسته بیا هم بریالي نه شوو، چې په راپور کې د هغوی نظر ولرو.

د کان کیندونکو د معلوماتو له مخې د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې د بېلابېلو قېمتي ډبرو شاوخوا زر کانونه شتون لري، چې سلګونه کسان یې د استخراج په برخه کې کار کوي او له همدې لارې د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.

د کان کیندونکو شکایتونه په داسې مهال زیات شوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د کونړ په ګډون په ټول هېواد کې د هغو کانونو استخراج پېل شوی، چې د پخواني حکومت پرمهال یې استخراج غیر قانوني او بهر ته د قېمتي ډبرو لېږد د قانون خلاف یاد شوی وو.

خلک نیوکه کوي، چې طالبانو په لوی لاس د کانونو «چور» ته زمینه برابره کړې او اندېښنې دا دي، که د دې چارې مخه ونه نیول شي ښايي افغانستان په لنډه موده کې د کانونو په برخه کې له زوال سره مخ شي.