د زده کړو نړیواله ورځ؛ د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې ډېری ماشومان ښوونځي ته وږي ځي

اطلاعات روز: د خوړو نړیوال پروګرام د زده کړو په نړیواله ورځ ويلي، چې په افغانستان کې ډېری ماشومان په وږي نس ښوونځي ته ځي.

دې سازمان پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي، چې د زده کړو په نړیواله ورځ نړۍ ته یادونه کوي، چې په ښوونځي کې د زده کړو لپاره خواړه اړین دي. دا پروګرام اوس مهال په ښوونځي کې ماشومانو ته بيسکویټ توزيع کوي.

اوس مهال په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښوونځي هلکانو او تر شپږم ټولګي ښکته نجونو لپاره پرانيستې دي.

د بښنې نړیوال سازمان د زده کړو په نړیواله ورځ ويلي، چې د افغانستان نجونې له کوم قيد او شرط پرته او سمدستي د ښوونځيو د پرانيستلو غوښتنه کوي.

نن چهارشنه (۴ د سلواغې) چې د جنورۍ له ۲۴مې سره برابره ده د زده کړو نړیواله ورځ ده.

د بښنې نړیوال سازمان پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي، چې د افغانستان نجونې په دې ورځ خپله کېسه شریکوي او خپله ناهيلي څرګندوي؛ ځکه لا يې هم د طالبانو له لوري د زده کړې بنسټيز حق نقض کېږي.

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته، تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي او پوهنتون ته له تللو منعه کړې دي.

دې ډلې تر دې وړاندې د نجونو پر زده کړو بنديز لنډمهالی ګڼلی و، خو تر دوو د زياتو کلونو په تېرېدو سره لاهم نجونې له زده کړو بې برخې دي.