UN Photo / Jean-Marc Ferré

د افغانستان په اړه د هيوادونو د ځانګړو استازو د غونډې نېټه اعلان شوه

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونيو ګوتريش وياند اسټيفان دوجاريک اعلان کړی چې ښاغلی ګوتریش به د قطر په دوحه کې د فبروري د مياشتې پر ۱۸ او ۱۹ نېټو د هيوادونو او سيمه‌ييزو سازمانونو د ځانګړو استازو د تعقيبي غونډې کوربتوب وکړي.

ده د چهارشنبې په ورځ (۴ د سلواغې) په يوه خبري غونډه کې وويل چې د افغانستان په تړاو د خپلواکې ارزونې سپارښتنو ته په پام د غونډې موخه د دې هيواد په اړه په منسجمه، همغږې او سازماني توګه د نړيوالې ښکېلتيا د زياتېدو پر تګلارې بحث دی.

خپلواکه ارزونه د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فريدون سينيرلي اوغلو له لوري شوې او امنيت شورا د دې سپارښتنو د عملي کولو لپاره يو پرېکړه‌ليک خپور کړی او د دې سازمان له عمومي منشي يې غوښتي چې د افغانستان په چارو کې دې ځانګړی استازی وټاکي.

خو طالبان د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له لوري د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالف دي.

امير خان متقي په کابل کې د يو شمېر هيوادونو له سفيرانو او ډيپلوماټانو سره په ليدنه کې ويلي چې د يوناما او د طالبانو د سرپرست حکومت په شتون کې د ځانګړي نوي استازي ټاکلو ته اړتيا نشته.

امنيت شورا په خپل پرېکړه‌ليک کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي غوښتي چې د دې شورا له غړو، له افغانستان سره اړوندو لوبغاړو او د طالب چارواکو، ښځو، مدني ټولنې او سيمه‌ييزو هيوادونو په شمول له ښکېلو اړخونو سره په مشوره دې د افغانستان په اړه يو ځانګړی استازی وټاکي چې د بشري حقونو او جنسيت په اړه قوي تخصص ولري.

د امنيت شورا په پرېکړه‌ليک کې راغلي چې دا ځانګړی استازی بايد د افغانستان د خپلواکې ارزونې سپارښتنې په داسې توګه عملي کړي چې د يوناما او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې ماموريت ته پکې زيان ونه رسېږي.

د فريدون سينيرلي اوغلو په ارزونه کې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړولو، پايدارې سولې او ټولنيزې ودې لپاره پر «ملي خبرو-اترو» ټينګار شوی دی.

طالبان ادعا کوي چې د دې ډلې حکومت ټولشموله دی او نه هم سياسي خبرو-اترو ته اړتيا شته ځکه چې افغانستان په جګړه کې نه دی ښکېل. دا ډله د سياسي او نظامي مخالفينو له منلو ډډه کوي.

په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د ادغام لپاره د لارې نقشه او د اړيکو عادي کېدل د سينيرلي اوغلو د راپور نورې برخې دي. طالبانو د دې برخو هرکلی کړی دی.

د يادونې وړ ده چې ټاکل شوې په قطر کې د افغانستان په تړاو د هيوادونو د استازو د غونډې تر جوړېدو وړاندې راتلونکې اونۍ د ايران، روسيې، چين او پاکستان د استازو په ګډون په کابل کې سيمه‌ييزه غونډه وشي.

د دې غونډې اجنډا لا هم روښانه نه ده.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سيد رسول موسوي پر ايکس ليکلي: « د کابل غونډه په سيمه کې سولې، ثبات او د افغانستان د وګړو رفاه ته د افغانستان د ګاونډيانو ځانګړې پاملرنه ښيي».

تر دې وړاندې د افغانستان په چارو کې د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي و چې د «ټولشموله دولت د جوړولو، له تروريزم او نشيي توکو سره د مبارزې» په لړ کې له طالبانو سره تعامل د روسيې د هغوې غونډې برخه دی چې د افغانستان له درو ګاونډيانو سره به کېږي.