ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د وچکالۍ له امله کرنیزه برخه زیانمنه شوې

اطلاعات روز: په ننګرهار او لغمان کې کروندګر وایي، چې د اقلیمي بدلونونو او وچکالیو له امله په دغه ولایتونو کې کرنیزه برخه زیانمنه شوې او اټکل کوي چې له امله به یې د حاصلاتو کچه هم ټیټه وي.

د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ یو کروندګر زمین جان چې سږکال یې په شپږ جریبه ځمکه غنم کرلي وایي، سږنۍ وچکالي تېرو څو لسیزو ته په کتو بیسارې ده.

هغه زیاتوي چې وچکالۍ سږکال د ده په ګډون د زیاترو کروندګرو د کرنې برخه زیانمنه کړې او له امله یې سږکال تر ډېره کروندګر له زیان سره مخ دي.

زمین جان زیاتوي: «له دیرشو کلونو زیات وخت کېږي چې دهقاني کوم، خو ما په خپل عمر کې دا ډول سخته وچکالي نه وه لیدلي د همدې وچکالۍ له امله زمونږ د غنمو، سبزیجاتو فصلونه زیانمن شوي.»

ورته مهال د لغمان د بادپښ ولسوالۍ کروندګر محمد نعیم هم ورته شکایت کوي او وایي، چې سږکال د باران نه اورېدو له امله یې تر ډېره په ځمکو کرل شوي فصلونه زیانمن شوي او په ځینو سیمو کې خو لا فصلونه د اوبو نشتون له کبله د لمنځه تللو له ګواښ سره مخ دي.

د نوموړي په خبره که چېرې بارانونه ونه شي نو د افاتو او ناروغیو زیاتیدو سره-سره به ډېرې کرل شوي فصلونه له منځه ولاړ شي.

مخمد نعیم زیاتوي: «که باران ونه شي نو شته فصلونه به ټول تلف شي او کروندګر به له مالي زیان سره مخ شي.»

بلخوا د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي هم سږکال د وچکالۍ له امله د هیواد له نورو ولایتونو سربیره په دغه ولایت کې د اوبو د کمښت ستونزه مني.

د ننګرهار د کرنې ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي عبدالستار محمد وایي، چې سږ کال د تېرو کلونو په پرتله د اقلیمي بدلون او وچکالۍ له کبله د اورښت کچه ټیټه ده.

د نوموړي په خبره، پلان لري چې د ۶۶ میلیونو افغانیو په لګښت د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې د اوبو ذخیره کولو چیک ډیمونه جوړ کړي، چې په وسیله به یې د بارانونو پرمهال اوبه ذخیره او د اړتیا پرمهال به ترې ګټه واخلي.

سږکال د نورو کلونو سره په توپیر د اقلیمي بدلونونو له امله وچکالي زیاته شوې، چې ورسره د اوبو سطحه هم ټیټه شوې ده.