د خبريالانو نړیوال فدراسیون: طالبان د افغانستان د رسنيو د وېرولو او چوپولو هڅه کوي

اطلاعات روز: د خبريالانو نړیوال فدراسيون د طالبانو له لوري د خبريالانو د نيولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې طالبان دا کار د رسنيو د وېرولو او چوپولو لپاره کوي.

طالبانو په دې وروستيو کې لږ تر لږه څلور خبريالان نيولي چې درې تنه يې تر څو ورځني بند وروسته خوشې شوي دي.

د جاپاني رسنۍ خبريال احسان اکبري او د ګردش اطلاعات ويبپاڼې خبريالان احمد جواد رسولي او عبدالحق حميدي د وروستيو ورځو پر مهال په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له لوري ونيول شول او بيرته خوشې شول.

طالبانو په غزني کې هم د «رادیو جاغوري» مسوول خادم احسين احمدي نيولی او لا يې هم برخليک نه دی معلوم.

د افغانستان د ازادو خبريالانو اتحاديې د رسنيز کار د دوام لپاره په پرلپسې توګه د خبريالانو نيول اندېښمنوونکي بللي او ټينګار يې کړی چې د رسنيزو سرغړونو د کميسيون چې د خبريالانو قضيو ته د رسيدګۍ مسووليت لري، غونډې دې چټکې شي تر څو په کميسيون کې دا موضوعات وڅېړل شي.

د خبريالانو نړیوال فدراسيون هم په خپله اعلاميه کې ويلي، چې د افغانستان د رسنيو د وېرولو او چوپولو لپاره د طالبانو دوامداره غير قانوني هڅې غندي. د دې فدراسيون په وينا، د خبريالانو په نيولو سره د بيان او رسنيو د ازادۍ فضا نوره هم محدودېږي.

دې فدراسيون ويلي، چې د هغوی د کار له کبله د خبريالانو خپلسرې نيونې انديښمنوونکې دي.

د خبريالانو نړیوال فدراسيون ويلي، چې د شکاياتو د کميسيون په وسيله يې غوښتنه کړې چې د خبريالانو د حقونو او افغانستان د رسنيزو حقونو د نقض ارزونه دې وشي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي، چې د ۲۰۲۳ کال پر مهال يې د خبريالانو د حقونو د نقض ۱۶۸ پېښې ثبت کړې دي او په دې لړ کې ۱۶ پېښې د نيونې دي او لاهم دوه تنه خبريالان زنداني دي.

د خبريالانو د مرکز په وينا، دا دوه تنه په فارياب کې د ممتاز راډيو د امتياز خاوند او مسوول مدير امين الله عالمي او په دايکندي ولايت کې د نسيم راډيو مسوول سلطان علي جوادي دي چې دواړه د طالبانو د محکمې له لوري په يوه کال بند محکوم شوي دي.