د روان لمريز کال پر مهال د کابل ـ جلال اباد پر لویه لار ٦٢ ترافیکي پېښې شوي

اطلاعات روز: په لغمان کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي خبر ورکوي چې د روان لمریز کال په تېرو لسو میاشتو کې د کابل ـ جلال اباد پر لویه د دې ولایت په مربوطاتو کې ٦٢ ترافیکي پېښې رامنځته شوې چې ۵۳ تنه پکې مړه او ۱۶۷ تنه نور ژوبل شوي دي.

د لغمان ولايت د طالبانو د ترافيکو مدير حبيب الله مبارز نن (شنبه، ۱۴ د سلواغې) وویل چې په مړو شویو کسانو کې ۲۵ نارینه، ۶ ښځې او ۲۲ ماشومان شامل دي او همدا راز په ټپیانو کې ۱۱۹ نارینه، ۱۹ ښځې او ۲۹ ماشومان دي.

ښاغلي مبارز د ترافيکي پېښو د زیاتوالي لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د موټرو ګڼه – ګوڼه او ګړندی تګ، د شپې له خوا د تیزو څراغونو کارول، د سړکونو خرابوالی او نور عوامل ياد کړي.

بل پلو موټر چلوونکي هم مني چې د دوی ګړندی تګ ډېر کله د ترافيکي پېښو لامل ګرځي خو د سړکونو تنګوالی هم د دغه کار ستر لامل بولي.

همایون چې د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره «ټوډي» موټر چلوي د طالبانو له حکومت څخه د یادې ستونزې د حل په برخه کې د جدی اقداماتو غوښتنه کوي.

همایون زیاتوي: «موتروان هغه وخت تیز تګ کوي چې سوارلۍ ورته ووايي، ډيرې سورلۍ شته چې د وختي رسېدو په خاطر پر ډريور فشار راوړي چې بايد تېز لاړ شي، له همدې کبله ترافیکي پېښه کیږی او دغه راز سړک هم تنګ دی او د پاکستان لاس موټرو هم دا ستونزه زیاته کړې.»

همدارنګه موټر چلوونکي د طالبانو له حکومته غواړي چې د کابل- جلال اباد لويې لارې پر پراختيا سربیره دې د کابل ـ جلال اباد د دویم لین سړک جوړیدو ته پاملرنه وکړي.

عام خلک غوښتنه کوي چې موټر چلوونکي دې په احتياط تګ کوي او مسافر دې هم موټروانان ګړندي تګ ته نه پرې ږدي.