د روان لمریز کال د مرغومي د مياشتې پر يوولسمه په کابل کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ځواکونو يو شمېر ځوانې نجونې د کابل په لوېديځ هزاره مېشتې دشت برچي سيمې کې ونيولې. دې ځواکنونو د همدې مياشتې پر دوولسمه او ديارلسمه هم نيونو ته دوام ورکړ او په لسګونو ځوانې نجونې يې د «حجاب د نه رعايتولو» په تور ونيولې. په وروسته ورځو کې د کابل ښار په شمالي او عموما تاجک مېشتو سيمو کې د ښځو او نجونو نيولو دوام وکړ. تر دې وروسته د نيونې بهير په افغانستان کې نورو هزاره مېشتو سيمو لکه دايکندي او باميانو ولايونو ته وغزېد. د نجونو د نيونې انځورونه په ځانګړې توګه له دشت برچي خپاره شوي انځورونه ښيي چې طالبانو يو شمېر داسې نجونې او ښځې نيولي چې په افغانستان کې مروجه جامه يې اغوستې ده.
تر دې نيونو وروسته پراخ اعتراضونه راپورته شول. داسې ښکاري چې طالبانو تر دې وروسته د کابل په لوېديځ کې يوه غونډه راغوښتې وه چې دې اعتراضونو ته ځواب ووايي. دا غونډه د کابل په لوېديځ امام زمان مسجد کې «د کابل په لوېديځ کې د وروستيو پېښو د شننې او ارزونې په موخه ولسي غونډه» تر نوم لاندې جوړه شوې وه. د دې غونډې يو ويناوال د افغانستان د شيعه ګانو او هزاره ګانو يو عالم ايت الله واعظ زاده بهسودي و.
د نوموړي د وينا يو غږيز کليپ خپور شوی چې د ده په وينا د پېښ شوي وضعيت د تحليل په اړه خبرې کوي. په دې نيم ساعته خبرو کې نوموړي په اسلام کې د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» پر بېلابېلو اړخونو بحث کړی دی. دی د خپلو خبرو په پېل کې وايي، چې تېره ورځ (د ده تر خبرو يوه ورځ وړاندې) د طالبانو د استخباراتو له ۰۵ رياست څخه مولوي نظامي د ده ليدنې ته ورغلی او له ده يې غوښتنه کړې چې په غونډه کې دې «روان وضعيت تحليل کړي.» ښاغلی واعظ زاده د خپلو خبرو په دوام وايي، چې په غونډه کې يې د دې طالب چارواکي په ټينګار ګډون کړی دی.
د هزاره ګانو دا ديني عالم وايي، چې پر ښو امر او له بدو څخه راګرزول د قران اصل او الهي امر دی او په تاريخ کې چې کوم خلک له قهر سره مخ شوي «وجه يې د دې دوو فريضو پرېښودل و او کوم کسان چې د ايمان او شرافت لوړو پوړيو ته رسېدلي، وجه يې پر ښو امر او له بديو منعه وه.» دی وايي، چې دا خبرې د «اسلامي امارت» له وېرې نه کوي او له کلونو راهيسې يې په دې اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو نيولو پراخ غبرګونونه راوپارول. د افغانستان ډيپلوماټيکو استازوليو مرغومي/جدې پر اتلسمه په يوه اعلاميه کې وويل، چې داسې نيونې د افغانستان په معاصر تاريخ کې مخينه نه لري. دې استازوليو زياته کړې چې داسې نيونې د ښځو او نجونو «د حيثيت او خصوصي حريم صريح نقض» دی او د طالبانو دا چلند «زموږ دودونو او فرهنګ او د بشري حقونو پېژندل شويو ارزښتونو ته د طالبانو نه اعتنا ښيي.»
که څه هم طالبانو دا ادعا رد کړې او دا راپورونه يې تبليغات بللي، خو په عمل کې خپاره شوي انځورونه د دې ډلې تاوتريخوالی ښيي. د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزير په خپلو خبرو کې ويلي، چې طالبانو په کابل کې «سوالګر راټول کړل او په عزت او احترام سره يې په موټر کې کېنول او هغو مرکزونو ته يې يو وړل چې د اسلامي امارت له لوري دوی ته جوړ شوي دي.»
خو، د ده د ادعا بر خلاف، د بشري حقونو بنسټونه ادعا کوي چې ښځې او نجونې نه يوازې دا چې نيول شوې دي بلکې تاوتريخوالی هم ورسره شوی دی. په تازه توګه په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ په ګډون د ملګرو ملتونو د کارپوهانو يوې ډلې ويلي، چې د طالبانو په توقيف خانو کې نيول شويو نجونو ته «يوازې يو وخت خوراک ورکول کېده او د هغوی له ځينو سره فزيکي تاوتريخوالی شوی، ګواښل شوې او ويرول شوې دي.»
طالبانو بيا – بيا له مشخصو قومي – مذهبي ډلو سره بد چلند او د هغو له غړو سره د تاوتريخوالي راپورونه رد کړي دي. په ځينو مواردو کې يې د عامه افکارو تر غبرګون وروسته هڅه کړې چې دا ادعاوې ناسمې وبولي او ادعا کوونکي او منتقدين ونيسي. د خالد حنفي له خبرو هم داسې ښکاري چې ده تر پراخو غبرګونو وروسته په يوه غونډه کې ګډون کړی دی او وايي، چې د هزاره او تاجکو ښځو او نجونو د نيولو په اړه راپورونه «حقيقت نه لري» او تبليغات دي.
ښاغلی واعظ زاده وايي، چې د امر بالمعروف او نهی عمن المنکر د اصل د پلي کولو په اړه د اسلام د علماوو ترمنځ بحث شته دی. دی د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د پلي کوونکي پر شرايطو، وضعيت او اهليت په جزيياتو خبرې کوي. د ده په اند، دا کار تخصص ته اړتيا لري او څوک چې داسې کار کوي «اول بايد معروف وپېژني او منکر تشخيص کړي. که يو څوک معروف او منکر نه شي پېژندلای، څرنګه پر هغې موضوع د امر يا نهې امر کوي چې ورسره بلد نه وي.»
واعظ زاده بهسودي همدا راز وايي، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له ادارو شپږ تنه د ده تر مديريت لاندې مدرسې ته ورغلي او ورته ويلي يې دي چې د طالبانو د اوامرو د اجرا کولو لپاره به اردو، ټانک او رنجر راولي. ده وويل: «ما ورته بيا – بيا وويل چې په خپله تګلاره کې دقت وکړئ. نرم حرکت وکړئ. ورو او ملايم حرکت وکړئ. د نصيحت ژبه خپله کړئ او يو مهربان نصيحت کوونکی شئ. پر هوښ ياست، تاوتريخوالی مه کوئ، پر هوښ ياست، نظامي اقدام مه کوئ، هسې نه چې سبا معروف په خپله منکر شي. که موعظه څرګنده نه وي، معکوس اغېز به ولري.»
له تاجکو او هزاره نجونو سره د طالبانو د مبلغينو تر تاوتريخجن چلند او د هغوی تر نيولو وروسته زياتو خلکو استدلال کاوه چې طالبان د قومي ډلو تحقیر او سپکاوی کوي. د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په اعلاميه کې هم راغلي چې د طالبانو دا چلند تبعيض پاروونکی دی او «سړو ته د ښځو د جامو مسووليت سپارل د ښځو استقلالیت نقضوي، تبعيض بنسټيز کوي او د سړو له لوري د ښځو او نجونو د کنټرول دوام دی او په دې توګه په ټولنه کې د ښځو حيثيت ټيټوي.»
داسې ښکاري چې واعظ زاده بهسودي د اسلام د پيغمبر د بعثت او اسلام ته د هغه د بلنې د مثال په راوړلو سره طالبانو ته وایي، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د اصل په اجرا کې دې لومړی دې ته پام وکړي چې تطبيق کوونکي لومړی په خپله له اسلامه خبر دي او که نه او يا هم د اسلامي شريعت پر بنسټ د دې کار اهليت لري او که نه، تر څو وکولای شي هغه څه معلوم کړي چې د اسلام د دين خلاف دي. له بله اړخه په غير مستقيمه توګه غواړي ووايي، چې د طالبانو چلند نه يوازې دا ډله خپلو اهدافو ته نه رسوي بلکې منفي غبرګون هم راپاروي.
دی د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې وايي، چې د اسلام پيغمبر په مکه کې ځورونه او حبشې ته کډوال کېدل ومنل خو تاوتريخوالی کول يې ونه منل. کله چې مدينې ته راغی، سره له دې چې قدرت يې درلود او اسلامي حکومت يې جوړ کړ، مګر بيا هم په موعظه او نصحيت کولو سره مخته ولاړ او نه يوازې له مسلمانانو بلکې «د يهودو له دریو قبيلو سره يې د نه تعرض تړون وکړ.» ده همدا راز په قران کې د موسی او فرعون داستان ته اشاره وکړه او ويې ويل: «اسلامي امارت ته عرض کوم چې تاسو په هيڅ صورت هم له موسی او هارون څخه لوړ نه ياست او خلک هم فرعونیان نه دي. له فرعون سره د چلند امر دادی چې نرمي دې ورسره وشي ځکه په خشونت سره فرعون نه مسلمان کېږي او ايمان نه راوړي.»
ده د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر ته په خطاب کې وويل، چې تاسو کولای شئ نصيحت وکړئ، د ښځو او نجونو پلار او ورور در وغواړئ خو تاوتريخوالی مه کوئ. ده وويل چې تېره ورځ يې هم د طالبانو مسوولينو ته توصيه کړې چې داسې کار دې نه کوي چې خلک ترې فاصله واخلي. ده د طالبانو دریو تېروتنو ته په اشارې وويل، چې د افغانستان هزاره ګان د دې دریو لاملونو له کبله په تېرو شلو کلونو کې له طالبانو سره همکاري نه کوله.
د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند د مشر عبدالعلي مزاري وژل، له تعليمي نصاب څخه د شيعه مذهب حذف او د هزاره ګانو له «ناموس» سره چلند هغه درې اشتباوې دي چې طالبانو له دې ډلې سره په مخامخ کېدلو کې کړې دي او له کبله يې بې باوري را پیدا شوې ده. ده وويل: «افغانستان د ټولو قومونو مشترک هیواد دی او موږ د جنجال او جګړې پلوي نه يو. د تعامل او ورورولۍ، همدلۍ او سولييز ژوند او هم وطنۍ غوښتونکي يو. دوه کاله او اووه مياشتې کېږي چې موږ دا شعار ورکوو او عمل مو هم پرې کړی، خو په دې وخت کې د طالبانو چارواکو اصلا ځواب نه دی ورکړی. د شيعه علماوو د شورا استازي کندهار ته ځي، شپږ او اووه ورځې انتظار کوي، خو نه منل کېږي خو يو پاکستانی ملا راځي، په دوو ورځو کې ټول ځايونه ويني. دا د ګيلې ځای دی.»
ښاغلی واعظ زاده د طالبانو مشر ته په خطاب کې وايي، چې طالبانو زيات داسې کارونه نه دي کړي چې بايد کړي يې وای. دی پوښتنه کوي چې په افغانستان کې څو هيوادونو خپل سفارتونه پرانيستي دي؟ څو هيوادونه د افغانستان پاسپورټ په رسميت پېژني؟ د ده د خبرو مطلب دادی چې تر اوسه هيڅ هيواد هم د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی. يا هم په بل عبارت، دی د طالبانو مشر ته وايي، چې د طالبانو د حکومت لپاره بايد د ښځو او نجونو جامه لومړيتوب نه وي بلکې تر دې لویي ستونزې بايد لومړيتوب ولري.
طالبانو تر اوسه نه يوازې د نړيوالې ټولنې غوښتنې ته ځواب نه دی ويلی بلکې هر ډول ولسي غوښتنه او نیوکه يې هم ځپلی دی. نړيوالې ټولنې بيا – بيا ويلي، چې طالبان بايد لومړی په افغانستان کې دننه داخلي مشروعيت ترلاسه کړي او وروسته بايد د نړيوالې ټولنې له لوري د خپل حکومت د رسميت پيژندنې هڅه وکړي. خو د طالبانو ځواب دادی چې زموږ په کورنيو چارو کې مداخله مه کوئ، موږ هم د نورو هيوادونو په کورنيو چارو کې مداخله نه کوو.
د کابل په لوېديځ کې ولسي ناسته او د ښاغلي واعظ زاده بهسودي خبرې او همدا راز په غونډه کې مطرح شوې اشارې او بېلګې طالبانو ته د افغانستان تاريخ هم ور يادوي. په افغانستان کې د سياسي نظامونو پر وړاندې په ټولنو کې مقاومت هغه وخت پېل شوی چې حکومت او د افغانستان سياسي مشرانو د خلکو غوښتنې له پامه غورځولې دي او د هغوی لپاره يې د ژوند ساحه زياته تنګه کړې ده. په ۱۹مه پېړۍ کې د عبدالرحمان خان سختدريځي سياستونه او وروسته د نادرشاه او ظاهر شاه د حکومتونو له لوري د بېلابېلو مالياتو لګول هغه دوه موارد دي چې د هزاره ګانو په ټولنو کې له مقاومت سره مخ شوي دي. تر دې وروسته چې کله د افغانستان د خلق ډيموکراټيک ګوند واک ته ورسېد، د خپلو مخالفينو په ځپلو، زنداني کولو او اعدام سره يې ونشوای کولای چې د افغانستان په ټولنه کې ځان ته ځای پيدا کړي او د مجاهدينو د سربازګيرۍ لپاره يې زمينه برابره کړه چې په پايله کې يې کمونيسټي حکومت سقوط وکړ.