پخواني نظاميان د خپلو ملګرو د خوشې کېدو لپاره د طالبانو له زندانونو د څارنې غوښتونکي شول

اطلاعات روز: د «افغانستان د پخوانيو نظاميانو د ملاتړ کميټې» غوښتنه کړې چې ملګري ملتونه، سور صليب او د بشري حقونو بنسټونه دې د طالبانو زندانونه وڅاري، تر څو د دوی ملګري له دې زندانونو خوشې کړل شي.

دې کميټې په يوه اعلاميه کې ويلي، چې اوس مهال د پخواني حکومت په زرګونو امنيتي او دفاعي ځواکونه د طالبانو په زندانونو کې دي او شکنجه کېږي.

د «افغانستان د پخوانيو نظاميانو د ملاتړ کميټې» ويلي: «له ملګرو ملتونو، د سره صليب له نړيوالې کميټې، د بشري حقونو له بنسټونو او نړيوالې ټولنې زموږ غوښتنه داده چې د طالبانو په ځانګړې توګه د دې ډلې د استخباراتو د ادارې تر کنټرول لاندې زندانونو دې خپل څار زيات کړي او د پخوانيو زرګونو نظاميانو د بېړني خلاصون د زمينې په برابرولو کې دې اقدام وکړي.»

دې کميټې زياته کړې، چې د طالبانو له لوري د پخواني حکومت د نظاميانو او د هغوی د کورنيو تعقيب، نيونې، شکنجې، توهين او سپکاوي ته په پام اړتيا ده چې پر طالبانو نړيوال فشارونه زيات شي.

پخوانيو نظاميانو د امريکا له کانګرس هم غوښتي چې د دې هيواد پر حکومت دې فشار راوړي چې په واک کې د طالبانو له ساتلو دې لاس واخلي او د پخوانيو نظاميانو د نيونې، شکنجې، توهين او سپکاوي د ختمولو په موخه دې جدي اقدام وکړي.

د «افغانستان د پخوانيو نظاميانو د ملاتړ کميټې» د نظاميانو د وضعيت په اړه د امريکا د استازو مجلس وروستۍ غونډې ته په اشارې ويلي، چې يوازې د دا ډول غونډو کول کافي نه دي او د افغانستان پخواني نظاميان زياتې پاملرنې ته سخته اړتيا لري.

دې کميټې زياته کړې چې د افغانستان د پخواني حکومت امنيتي او دفاعي ځواکونه د متحده ايالاتو او نړيوالو ځواکونو د شل کلن حضور پر مهال د تروريزم پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې وو.

پخوانيو نظاميانو ويلي: «له نړيوالو همکارانو په ځانګړې توګه متحده ايالات او د دې هيواد له کانګرس څخه زموږ غوښتنه داده چې د پخواني حکومت امنيتي او دفاعي ځواکونه دې په داسې سختو شرایطو کې يوازې نه پرېږدي او د هغوی د کډوالۍ قضيو ته د رسيدګۍ په برخه کې دې لازمې اسانتياوې برابرې کړي.»

دې نظاميانو ويلي، چې د افغانستان له خلکو هم هېله لري چې د دوی قربانۍ دې له پامه نه غورځوي او د دوی د نيولو او وژلو په مقابل کې دې چوپ نه پاتېږي.

طالبانو د خپل مشر د عمومي بښنې له فرمان سره – سره پخواني نظاميان نيسي او ځينې وختونه يې وژلي هم دي.

د پخواني حکومت نظاميان د طالبانو له لوري د غچ اخيستنې تر څنګ له بې‌کارۍ او بې برخليکۍ سره مخ دي.