د لوګر د لېرې پرتو ولسوالیو خلک د مخابراتي شبکو له کمزوري فعالیت شکایت کوي

د لوګر ولایت اوسېدونکي په لېرې پرتو ولسوالیو کې له کمزوري مخابراتي خدمتونو شکایت کوي او د طالبانو د مخابراتو له اړونده ادارو د ستونزو حل غوښتنه کوي.

لوګر هغه ولایت دی، چې د تېر نظام پر مهال یې په ډیری ولسوالیو کې فعاله مخابراتي انتونونه د جګړو له امله ویجاړ او له کاره وغورځېدل، خو د بیرته فعالېدو او نورو نویو انتونونو د نصبولو لپاره تر اوسه په ځینو ولسوالیو کې د ګڼو سیمو اوسېدونکي مخابراتي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

په دې ولایت کې د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکالوژۍ ریاست مسوولین بیا وايي، په تېرو دوو کلونو کې یې ګڼ له کاره لویدلي انتونونه بیرته رغولي او یا یې هم په ځینو سیمو کې تازه نور فعاله کړي دي.

څرخ، خوشي، ازره، خروار او ځینې نورې  د لوګر ولایت هغه ولسوالۍ دي، چې خلک یې تر نورو ډېر په مخابراتو برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکی رحمت ولي شاه اطلاعات روز ته وویل، چې په قاسم خېلو، اکبر خېلو، سليم خېلو، کلاګي او ځينو نورو سيمو کې خلک په مخابراتو برخه کې له سختو مشکلاتو سره مخ دي او تر اوسه يې د هوارېدو لپاره عملي اقدام نه دی شوی.

هغه غوښتنه کوي چې مخابراتو رياست دې په راتلونکې پروژه کې دغې ولسوالۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

نوموړي وويل: «ازره په تېر نظام کې د جنګ له کبله له هر ډول امتيازاتو بې برخې وه، په تېره بيا په مخابراتو برخه کې خو پخوا هم مشکلات و او اوس هم د هواري لپاره طالبانو کومه عملي هڅه نه ده کړې، يو دوه انتنونه پخوا و، هغه د جګړو له امله تخريب شول، نو راتلونکې پروژه کې دې مونږ ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د شپږو په تعداد بايد انتنونه راکړل شي.»

د لوګر خلک وايي، په دې ولایت کې نه یوازې دا چې د مخابراتي شبکو فعالیت کمزوری دی بلکې د کڅوړو بیې یې هم لوړې دي. انځور: لوګر کې د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست

خروار بله هغه ولسوالۍ ده، چې په تېر جمهوري نظام کې د طالبانو تر واک لاندې وه، خلکو يې هماغه مهال او اوس هم له مخابراتي خدمتونو بې برخې دي.

د يادې ولسوالۍ يو اوسېدونکی حاجي رښتين چې اوس په مرکز پل عالم کې ژوند کوي، وايي خروار کې د مخابراتي خدمتونو د نشتون له کبله له خپلوانو سره احوال نه شي اخيستی او هلته په تګ يې له ښه او بد خبريږي.

نوموړی زياتوي چې ياده ولسوالۍ په تېر نظام کې د حکومت له ګڼو خدمتونو بې برخې وه، خو اوس دې د طالبانو حکومت ورته پام وکړي.

ریښتين وويل: «زه له خروار ولسوالۍ ډېر ښه معلومات لرم، مونږ په څېر نظام کې د جګړو له امله راکډه شو، هلته نه مخابراتي اسانتياوې وې، نه روغتيايي او نه هم د پوهنې او اوس هم چې مونږ هلته ځو نو عادي شمېره هم سم کار نه کوي انټرنيټ خو لا څه کوې.»

په مخابراتو برخه کې د دغه ولايت د لېرې ولسواليو د اوسېدونکو ستونزو برسېره د مرکز پل عالم اوسېدونکي بيا د انټرنيټ له ټيټ کيفيت په شکايت سره وايي، چې د انټرنيټي کڅوړو بيې لوړې، خو کيفيت يې په نشت حساب دی.

دوی وايي، ځينې شخصې کمپنۍ د مخابراتي کڅوړو لوړې بيې پلوري خو د ټيټ کيفيت له کبله د مشتريانو اړتياوې نه شي پوره کولی.

په دې اړه د پل عالم يو تن ځوان قاسم جبران اطلاعات روز ته وويل: «زمونږ د ولايت لېرې پرتې ولسوالۍ خو پرېږده چې په ستونزه کې دي، دلته مرکز پل عالم ښار کې عادي اړيکې ګزاره کوي، خو انټرنيټ يې ډېر کمزوری دی، هغه که د سلام شبکه شوه، اتصالات، بيسيم يا هم اريبا نو په کڅوړو يې خرچه ډېره راځي او سم کار نه شو ترې اخيستلی.»

ورته مهال بیا په لوګر ولايت کې د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست مسوولين وايي، د پخوا په پرتله په دغه ولايت کې په مخابراتي خدمتونو کې زياتوالی راغلی او ګڼ نوي سايټونه او انتنونه يې نصب کړي دي.

د یاد ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې چې تېره پنج شنبه خپره شوه، د دې ولايت لپاره د سلام مخابراتي شبکې د څلورو نويو سايټونو د منطورېدو خبر وکړی دی.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې سايټونه به د مرکز په ګډون په برکي برک، خوښۍ او ازرې ولسواليو کې فعاله شي.

په لوګر کې د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریيس مولوی مطيع الله عابد ويلي، چې دوی د لېرې پرتو ولسواليو په مخابراتو برخه کې د شته ستونزو د هوارېدو په لټه کې دي.

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت بيا په يوې اعلاميه کې ويلي، چې په تېرو دوو کلونو کې د لوګر په مرکز او ځينو ولسواليو کې ۷ نوي مخابراتي انتنونه نصب شوي او خلکو ته ترې خدمات وړاندې کېږي.

دوی زياته کړې چې د درې مخابراتي انتنونو «۳G»  خدمات یې «۴G» ته لوړ کړي دي.

په لوګر ولايت کې د طالبانو په واکمنېدو سره تر اوسه ۱۱ نوي او ځينې تخريب شوي انتنونه بيرته له رغېدو وروسته ګټې اخيستنې ته سپارل شوي او هم له دې طريقه ۱۶ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه شوي دي.