د طالبانو چارواکی: شاوخوا ۲۱ ميليون وګړي په افغانستان کې د اوبو له کمښت سره مخ دي

د طالبانو د چاپيريال ساتنې ادارې مرستيال عبدالسلام حقاني وايي چې د اقليمي بدلونو او وچکالۍ له امله په افغانستان کې شاوخوا ۲۱ ميليون وګړي د اوبو له کمښت سره مخ دي او د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د طالبانو دې چارواکي نن (دوشنبه، ۱۶ د سلواغې) په کابل کې د يوه خبري کانفرانس پر مهال وويل چې اقليمي بدلونو افغانستان ته نه جبرانېدونکي زيانونه اړولي دي.

ده زياته کړې چې دا زيانونه په افغانستان کې کرهڼې، مالدارۍ او وحشي ژوو ته اوښتي دي.

د طالبانو دې چارواکي ويلي چې افغانستان د شين کوريزو ګازونو په توليد کې ډېر کم رول لري، خو د هغو هيوادونو په پرتله چې دا ګازونه توليدوي، له اقليمي بدلونو ډېر زيات زيانمن شوی دی.

د طالبانو د دې چارواکي په وينا، د اقليمي بدلونو له وجې غير موسمي سيلابونو د وروستيو کلونو پر مهال په افغانستان کې تر يو زر او ۷۳۰ د زياتو انسانانو او تر ۷۰ زره د زياتو څارويو او وحشي ژويو ژوند اخيستی دی.

GMICafghanistan

همدا راز ده زياته کړې چې د دې سيلابو له وجې تر ۱۰۴ زره هکټاره زياته کرنيزه ځمکه او ۴۶ زره هکټاره باغونه ويجاړ شوي دي.

د طالبانو دې چارواکي وويل چې د افغانستان شاوخوا درې سلنه خاوره ځنګلونه دي، خو اقليمي بدلونونه د دې لامل شوي دي چې د هيواد ځنګلونه يونيم سلنې ته راکم شي.

د طالبانو د دې چارواکي په وينا، د افغانستان «طبيعي کنګلونه» هم د اقليمي بدلونو له وجې ۱۴ سلنه ويلي شوي دي او په هيواد کې د ګرمۍ درجه له ۰.۱۸ درجې څخه ۱.۸ درجې ته رسيدلې ده.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان هم اعلان کړی و چې افغانستان له هغو لسو هيوادونو څخه يو دی چې له اقليمي بدلونو په زياته کچه اغېزمن شوی دی خو په مقابل کې يې ډېر کم مسووليت لري.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، افغانستان د نړۍ يوازې ۰.۰۸ سلنه شين کوريز ګازونه توليدوي.