لغمان کې پر ښکار بندیز ښکاریان له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي

اطلاعات روز: لغمان کې یو شمیر ښکاریان شکایت کوي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو له لوري پر ښکار له بندیز وروسته یې ورځنۍ چارې ټکنۍ او کاروبار یې په ټپه دریدلی دی.

محمد ولي د لغمان د الینګار ولسوالۍ یو له هغه ښکاریانو څخه دی، چې طالبانو ترې د ښکار یو «چرییز» ټوپک ضبط کړی او دی یې دوه ورځې د ښکار په تور بندي کړی و.

نوموړی وایي، له کلونو راهیسې د الوتونکو او کبانو د ښکار له لارې خپلې کورنۍ ته روزي ګټي، خو اوس د بندیز له کبله له سختو اقتصادي ستونزو مخ شوی.

هغه زیاتوي د بې روزګارۍ له کبله یې ښکار ته مخه کړې او که د طالبانو حکومت ورته د کار زمینه برابره کړي نو له ښکار به لاس واخلي.

محمد ولي زیاتوي: «تیر حکومت کې مې د یو شرکت سره ډریور وم، خو د طالبانو د حکومت په راتګ بې روزګاره شوی یم او له مجبورۍ مې ښکار ته مخه کړې، دلته چې ښکار وکړم کورنۍ هم پرې ساتم او ښکار شوي الوتونکي بیا په بازار کې پلورم.»

د لغمان یو بل اوسیدونکی حشمت الله هم ورته شکایت کوي او وایي، د دغه ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د ښکار ځایونه او جالونه له منځه وړي او هیچا ته د ښکار اجازه نه ورکوي.

حشمت الله وویل: «د لغمان ښکاریانو په سیند او د ښکار په نورو مختلفو ځایونو کې په ژمي کې د ښکار لپاره حوضونه جوړوي او مرغان ښکار کوي، خو اوس د طالبانو لخوا اجازه نه لرو؛ چې ښکار وکړو په دې کار سره زموږ اقتصاد خراب شوی ځکه بې روزګاري زیاته او نور څه نشته مجبور یو چې ښکار وکړو.»

د نوموړي په وینا د لغمان زیاتره ښکاریان کبان، هیلۍ، چنچڼې او نور الوتونکي له ښکار ورورسته په بازار کې پلوري او له همدې لارې د کورنۍ نفقه برابروي.

هغه له طالبانو غوښتنه کوي، چې د ښکار په برخه کې دې پر دوی لګول شوی بندیز پای ته ورسوي.

په ورته مهال لغمان کې د طالبانو د چاپېريال ساتنې ريیس محمد فهیم صدیقي په دغه ولايت کې پر ښکار بنديز تاييدوي او وايي،  پر ښکار یې له بندیز موخه د چاپېريال ساتنې اصولو او مقرراتو پلي کول دي.

صدیقي وویل: «د لغمان چاپیریال ساتنې ادارې له خوا د الیشنګ او الینګار ولسوالیو کې د سیند په څنډه کې د ښکار ځایونه او د ښکار وسایل لکه جالونه، دامونه او نورې مصنوعي هیلۍ چې د ښکار لپاره جوړې شوې وې له منځه وړي دي، موږ د مرغانو د ښکار په برخه کې هم تدابیر نیولي او د مرغانو ۶۰۰۰ ډوله ډولونه مو نیولي او بیرته مو خوشې کړي.»

بلخوا د ټولنیزو شبکو افغان کاروونکو هم لغمان کې پر ښکار د بندیز په برخه د یاد اقدام هرکلی کړی او د هیواد په نورو سیمو کې یې هم د ورته اقداماتو غوښتنه کړې.

له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د سیندونو کبان، په مرګي دانې، بریښنایي شارټونو او غیرې قانوني ښکار له امله د نسل د ورکیدو له ګواښ سره مخ دي.