ايران په وروستيو ۱۵ ورځو کې د ۲۰ زره افغانانو د ايستلو خبر ورکړ

اطلاعات روز: د ايران د خراسان رضوي ولايت پوله ساتي قومندان مجيد شجاع ويلي، چې د تېرو ۱۵ ورځو پر مهال يې د افغانستان ۲۰ زره وګړي د دوغارون پولې له لارې شړلي دي.

د ايسنا خبري اژانس په وينا، شجاع دا په ايران کې د بهرنيو هيوادونو له غير قانوني وګړو سره قانوني چلند بللی دی.

دې ايراني چارواکي زیاته کړې، چې د هر بهرني هيواد تبع بايد د رسمي او قانوني دروازو له لارې ايران ته راشي، که نه له دې پرته به له جدي چلند سره مخ شي.

ايران تر دې وړاندې هم په زرګونو افغان وګړي شړلي دي.

ايران د څو ميليونه افغان کډوالو کوربه دی.

ايراني چارواکي وايي، چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د کډوالو شمېر زيات شوی او پنځو ميليونو ته رسېدلی دی.