د پاکستان ټولټاکنې؛ د ولسي نارضايتۍ او سياسي بې ثباتۍ دوام

شمشاد زلمی

په پاکستان کې د ۲۰۱۸ کال او د سږ کال ټولټاکنې يوازې د پاکستان د پخواني لومړي وزير عمران خان د تحريک انصاف ګوند او د نورو ټولو ګوندونو ترمنځ وې او دي، البته په دومره توپير چې په ۲۰۱۸ کال کې د عمران خان سيالو او مخالفو سياستوالو پر ده تور لګاوه چې د پوځ او د استخباراتي ادارې آی ايس آی (په پاکستان کې دا دواړه د اسټبليشمينټ په نوم يادېږي) په مرسته واک ته رسېدلی او د ده په ګټه په ټولټاکنو کې منظمه درغلي شوې ده، خو دا ځل کيسه بر خلاف ده. عمران خان په زندان کې دی، ګوند يې په ټولټاکنو کې له برخې اخيستلو منع شوی، د ده نوماندان په خپلواکه توګه نوماند دي او دا ځل په خپله عمران خان او پلويان یې پر خپلو مخالفينو تور لګوي چې د پوځ په ملاتړ واک ته رسېږي او پوځ په ټولټاکنو کې په لاسوهنې سره د ملي ارادې سپکاوی کوي. په ۲۰۱۸ کال کې د عمران خان تر بريا وروسته پاکستان له يوې سياسي بې ثباتۍ سره مخ شو او د پاکستان د دوو سترو ګوندونو مسلم ليګ او پیپلز په ګډون وړو ګوندونو د عمران خان د حکومت پر ضد لاريونونه شروع کړل او اخر يې هم په ۲۰۲۱ کې عمران خان تر هغه وروسته له لومړي وزارته راښکته کړ چې کله پارلمان ورته د نه باور رايه ورکړه.

تر دې وروسته په پاکستان کې د ګڼو ګوندونو ايتلافي حکومت جوړ شو او شاوخوا درې مياشتې مخکې يې پر ځای يو لنډمهالی حکومت راغی، تر څو په هيواد کې سرتاسري ټولټاکنو ته لار برابره کړي. البته د دې ايتلافي حکومت پر خلاف پخواني لومړي وزير عمران خان څو ځله لاريونونه وکړل او په ډاګه يې پوځ او آی ايس آی په ګڼو مواردو کې تورنول. په دې سره له پوځي چارواکو سره د نوموړي اړيکې نورې هم خرابې شوې او تر دې چې نوموړی د هيواد د رازونو د افشا کولو، مالي فساد او غير اسلامي نکاح د تورونو له کبله زندان ته واچول شو او همدا راز دی او د ده ګوند تحریک انصاف د محکمې له لوري په ټاکنو کې له ګډون کولو منع کړل شول.

کله چې د مسلم ليګ ګوند له لوري شهباز شريف د ايتلافي حکومت لومړی وزير شو، نو داسې ښکارېدله چې د پاکستان د پوځ او مسلم ليګ ترمنځ پخوانۍ لانجې که حل شوې نه وي، نو د تحريک انصاف پر وړاندې يې يوې خوا ته کړې دي او له تمې سره سم، نواز شريف تر اوږدې جلا وطنۍ وروسته بيرته پاکستان ته راغی او پر ده لګېدلي تورونه ترې په محکمه کې بيرته واخيستل شول او سپين کړل شو. د مسلم ليګ او همدا راز ګڼ شمېر شنونکو اټکل دا وو چې ټولټاکنې به په غوڅ اکثريت ګټي او په يوازې ځان به حکومت جوړوي، ځکه شنونکو انګېرله چې پوځ د مسلم لیګ ملاتړ کوي او د همدوی په ګټه به په انتخاباتو کې لاسوهنه وکړي او که پايلې د مسلم ليګ پر خلاف هم وي، نو د دوی په ګټه به يې واړوي. مګر دا ځل کيسه برعکس شوه، که څه هم تحریک انصاف ګوند او پلويان يې وايي، چې پوځ په ټولټاکنو کې لاسوهنه کړې او قصدا يې د رايې شميرنې او اعلان بهير ځنډولی و، تر څو په خپله ګټه لاسوهنه او درغلي وکړي، خو بيا هم پايلې د تحريک انصاف د خپلواکو نوماندانو په ګټه دي او هغوی تر نورو ټولو ګوندونو زياتې د پارلمان ۱۰۱ څوکۍ ګټلې دي، تر دوی وروسته د نواز شريف ګوند ۷۵ ګټلې دي.

دا پايلې نه يوازې د مسلم ليګ او شنونکو لپاره هېښوونکې دي بلکې د پاکستان اسټيبليشمينټ (پوځ + آی ايس آی) يې هم حيران کړي، ځکه په تېرو تقريبا دوو-دریو کلونو کې د عمران خان پر خلاف د ده مخالفو ګوندونو د پوځ په ملاتړ پراخ تبليغات وکړل او ان حکومت يې ترې واخيست. همدا راز په پوځ او سياسي ډګر کې د ده مخالفينو ښايي فکر کړی وي چې عمران خان به پر ده د لګېدلو تورونو او بيا محاکمه کېدو او زنداني کېدو له کبله عامه محبوبيت وبايلي، مګر د دې پايلې برعکس راوختلې، نه يوازې دا چې محبوبيت يې ونه بايلود، بلکې خواخوږي يې زيات شول او هغه ټاکنې يې هم په اکثريت توګه وګټلې چې اټکل کېده د مسلم ليګ ن په ګټه به مديريت او لاسوهنه په کې وشي.

له راپورونو سره سم، تر تحريک انصاف وروسته دوه لوی ګوندونه مسلم ليګ او پيپلز د ايتلافي حکومت د جوړولو پر سر په مذاکراتو اخته دي. ځينې شنونکي اټکل کوي چې ښايي د تېر په څېر يو ځل بيا دې ته ورته ايتلافي حکومت جوړ شي، خو دا ځل يوه لويه پوښتنه داده چې د تحريک انصاف اکثريت خپلواک نوماندان به څه کوي؟ اصلا خو بايد هغوی د حکومت جوړولو مذاکرات مخته وړلای، مګر دا چې هغوی خپلواک دي، د داسې څه د کولو قانوني حق نه لري او که غواړي چې د حکومت جوړولو په بهير کې شامل شي بايد د ټاکنو تر اعلان وروسته په دریو ورځو کې دننه له يوه ګوند سره يو ځای شي، که نه بيا له بل هيڅ ګوند سره نه شي يو ځای کېدلای. د تحریک انصاف اوسنی دريځ دادی چې د دوی نوماندان له مسلم ليګ او پيپلز ګوندونو سره نه يو ځای کېږي، بلکې اپوزيسيون به پاتې کېږي.

داسې ښکاري چې د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف خپلواک نوماندان به په يوه بېل ګوند کې په يو ځای کېدو په ځينو ايالتونو کې ايالتي حکومتونه جوړ کړي، خو په ملي سطحه به له حکومته دباندې د يوه اپوزيسيون په توګه پاتېږي. پوښتنه داده چې د ټاکنو ګټونکی ګوند که په حکومت کې نه وي، د نورو ګوندونو لپاره به حکومتي پاليسۍ جوړول او تطبيقول څومره اسانه وي؟ ايا له تحريک انصاف پرته ايتلافي حکومت به وکولای شي چې د پاکستان په بې ثباته سياسي او اقتصادي وضعيت کې همغږي رامنځته کړي او همدا راز د ترهګرۍ او ناامنۍ د خپرېدونکې څپې پر وړاندې په ملي کچه قوي دريځ او اجماع ايجاد کړي؟ څرګنده ده چې له داسې ټولو پاليسيو سره به تحريک انصاف مخالفت او بېل دريځ لري.

له دې سره-سره، په دې لړ کې يوه بله د پام وړ خبره داده چې ډېرو رايه ورکوونکو تحريک انصاف انتخاب کړ چې بايد حکومت وکړي، که دوی له حکومته دباندې وي، ايا دا خبره په سياسي ډګر کې د تحريک انصاف د هغې خبرې وزن نه درنوي چې وايي، پوځ په سياست او ټاکنو کې په لاسوهنې د ملي ارادې سپکاوی کوي؟ که تحريک انصاف د يوه اپوزيسيون او له حکومته دباندې ګوند په توګه چې رهبر يې هم په زندان کې وي، پاتې شي نو په دې سره ښايي د ولسي نارضايتۍ څپه نوره هم پراخه شي او تحريک انصاف به په هيواد کې له خرابېدونکي اقتصادي او امنيتي وضعيت څخه په استفادې نور هم خپل موقف او روايت غښتلی کوي چې واک ته د دوی د رسېدو مخه نيول شوې ده او ايتلافي حکومت د چارو د سمبالولو وړتيا نه لري.

همدا راز، کله چې تحريک انصاف په ټاکنو کې د هيواد د يوه مخکښ ګوند په توګه را مخې ته کېږي او خپلو ټولو سيالو ګوندونو ته رايه ورکوي، خو دا ګوند په ټاکنو کې تر خپل نوم او ټاکنيز نښان لاندې له برخې اخيستنې محروم وي او هم يې رهبر د ګڼو تورونو پر اساس په زندان کې وي، نو د دوی لپاره د مبارزې يو ډګر دا هم دی او د دې موخې د لاسته راوړلو لپاره به دوی يو ځل بيا خپلو رايه ورکوونکو ته مخه کوي. که په دې اړه کومه هوکړه ونه شي، نو د تحريک انصاف رايه ورکوونکي يو ځل بيا لارو او کوڅو ته راوتلای شي چې په دې سره د دولتي بنسټونو لکه پوځ او حکومت او ولس ترمنځ نور هم واټن پراخېدلای او نارضايتي ورسره زياتېدلای شي.

تمه دا وه چې دا ټاکنې به تر څو کلونو سياسي اړو-دوړ او بې ثباتۍ وروسته پاکستان ته په غوڅ اکثريت منل شوی حکومت ورکړي او په دې توګه به يو سياسي ثبات رامنځته او په ګڼو جدي موضوعاتو کې به په ملي – سياسي کچه همغږي را پيدا شي خو خپلواکو نوماندانو دا تمې پوره کېدو ته پرېنښودې او د راتلونکو پنځو کلونو مزل يې ستونزمن کړ. د پاکستان په سياست کې د پخوا په څېر يوه بله پوښتنه د ټاکنو د پايلو له اعلان سره سمه را پيدا شوه چې ايا دا ځل به منتخب لومړی وزير خپله موده پوره کړای شي؟ او که به د پنځو کلونو په سياسي کشمکش کې هم خپله څوکۍ او هم حکومت وبايلي او پاکستان به يو ځل بيا د بې ثباتۍ په اوج کې د ټاکنو پر درشل درېږي؟ اوسني قراين خو د همدې پوښتنو او انګېرنو تاييد کوي او په ډاګه کوي چې د پوځ او په ايتلافي حکومت کې د واکمنو ګوندونو پر وړاندې کوم ولسي قهر په ټاکنو کې را څرګند شو، هغه ښايي کم نه بلکې نور هم زيات شي چې مديريت به يې د جوړېدونکي حکومت له توانه وتلې خبره وي.