انځور: د خوست امنيه قومنداني

خوست کې لسګونه ميله وسله او ۱۷ کسان نیول شوي

اطلاعات روز: خوست ولايت کې د طالبانو امنيې قومندانۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د دې ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې د عملياتو پر مهال ۲۷ ميله سپکه او درنه وسله نيول شوې او همدا راز په دې تړاو ۱۷ کسان هم نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د تېرو دوو مياشتو پر مهال په نيول شوې وسله کې ۱۷ ميله کلاشينکوفونه، ۳ ميله پيکا، راکټ او زرګونه مرمۍ هم شاملې دې.

په خوست کې د طالبانو امنيې قومندانۍ زياته کړې چې نيول شوي کسان د طالبانو اړوندو قضايي اورګانونو ته سپارل شوي دي.

خوست کې د طالبانو پوليس په داسې حال کې د وسلو او په دې تړاو د ګڼو کسانو د نيولو خبر ورکوي چې په دې ولايت کې خلک د غلا او نورو جنايي پېښو له ډېرېدو شکايتونه کوي.