انځور: خواله رسنۍ

خوست کې د شاوخوا سلو کسانو یو ډلییز قبر موندل شوی

اطلاعات روز: د خوست شيخ زايد پوهنتون ته څېرمه د يو چیک ډیم د جوړولو پر مهال يو ډلییز قبر موندل شوی چې شاوخوا ۱۰۰ جسدونه په‌ کې موندل شوي دي.

خوست کې د طالبانو ښاروال قاري بسم الله بلال وايي، ياد ډليیز قبر د مرکز اړوند په «څړبني» سيمه کې موندل شوی، چې د را ايستلو لپاره یې د ولايت په کچه کمېټه ټاکل شوې او د تېرو دوو ورځو پر مهال د ۱۰۰ کسانو جسدونه را ايستل شوي دي.

ښاروال زياته کړه، چې د قبر د سپړلو پر مهال د زنانه لباسونه هم ترلاسه شوي او معلوميږي چې په دغه قبر کې ښځې او نارينه يو ځای تر خاورو لاندې کړل شوي.

هغه وويل: «دغه قبر د شيخ زايد پوهنتون ته څېرمه د يو نوي چيک ډيم د جوړېدو په ساحه کې پيدا شوی، د والي په هدايت ورته کمېټه وټاکل شوه او له دغه قبر ۱۰۰ جسدونه پيدا شول چې د زنانه لباس هم  کې موجود دی، داسې هم کېدلی شي چې په دغه کې يوه کورنۍ له منځه تللې وي.»

د خوست ولايت اوسېدونکي وايي، په دغه ډليیز قبر کې خښ کړل شوي کسان په بې رحمانه ډول وژل شوي او بيا تر خاورو لاندې کړل شوي دي.

دوی وايي، ياده ټول وژنه د ۱۳۵۸ کال د جګړو پر مهال رامنځته شوې ده.

د خلکو په باور شايد دا لومړۍ پېښه نه وي، ځکه چې هيواد کې د کورنيو جګړو له امله په ګڼو سيمو کې بې رحمانه او ډلیيزې وژنې شوې دي.