اطلاعات روز: د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ميتو ميلر ويلي چې دا هيواد د افغانستان په چارو کې د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړهليک ملاتړ کوي او د ملګرو ملتونو له عمومي منشي غواړي چې ژر دې دا استازی وټاکي.
ميلر دا څرګندونې پرون (سېشنبه، ۲۴ د سلواغې) په يوه خبري غونډه کې د يوې پوښتنې پر مهال وکړې او په دوحه کې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو د جوړېدونکې غونډې په اړه يې د امريکا دريځ بيان کړ.
ده ويلي چې د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس ويسټ او رينا اميري به د دوحې په غونډه کې ګډون کوي.
ميلر زياته کړې چې د دوحې غونډه د امنيت شورا له پرېکړهليک سره سمه جوړېږي او امريکا د پرېکړهليک د غوښتنې ملاتړ کوي.
ده ويلي: «متحده ايالات افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د لېږلو لپاره د پرېکړهليک د غوښتنې کلک ملاتړ کوي او له عمومي منشي غواړي چې هر څومره ژر کېدلای شي يو ځانګړی استازی دې وټاکي.»
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړې چې يو ځانګړی استازی به «په دې پرېکړهليک کې د ټاکل شويو موخو» د لاسته راوړلو لپاره د افغانستان په تړاو د نړیوالو تعاملاتو د همغږي کولو په لړ کې «ښه رول ولري».
دا په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د داسې استازي له ټاکلو سره مخالف دی. دا ډله وايي چې په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (يوناما) په شتون کې د ځانګړي استازي ټاکل کېدو ته اړتيا نشته.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو دويمه غونډه د راتلونکې اونۍ د يکشنبې او دوشنبې په ورځو په دوحه کې جوړه شي.
دا غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي آنتونيو ګوتريش په کوربتوب جوړېږي او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له ۲۷۲۱ پرېکړهليک سره سم پکې د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» وړانديزونه ارزول کېږي.
د دې غونډې د جوړېدو موخه «د افغانستان د خپلواکې ارزونې سپارښتنو ته په پام د افغانستان په اړه په منسجمه، همغږې او جوړښتيزه توګه د نړيوالې ښکېلتيا د زياتولو د تګلارې پر څرنګوالي بحث» ګڼل شوی.