اطلاعات روز: د امريکا د استازو د بهرنيو اړيکو کميټې اعلان کړی چې ټاکل شوې ده سبا (پنجشنبه، ۲۶ د سلواغې) «د بايډن د حکومت له لوري د دوحې توافقليک د پلي کېدو د څرنګوالي» په اړه غونډه وکړي.
په دې غونډه کې د افغانستان په سوله کې د امريکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خليلزاد چې د دوحې د توافق را منځ ته کوونکی ګڼل کېږي، شاهدي ورکوي.
د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو کميټې د دې غونډې موضوع «تر پردې شاته: څرنګه د بايډن حکومت ونشوای کولای د دوحې توافق پلی کړي» نومولې.
د دوحې توافق د ۲۰۲۰ کال پر مهال د فبروري په مياشت کې د امريکا او طالبانو تر منځ په دوحه کې لاسليک شو.
د دې توافق له مخې امريکايي او بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل او تر دې وروسته طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل.
د طالبانو په لاس د کابل تر سقوط وروسته امريکا د خپلو وګړو او متحدينو د انتقال لپاره د تخليې عمليات وکړل چې له ګډوډۍ سره مله و او د داعش له لوري ځانمرګی بريد هم پرې وشو. په دې بريد کې په لسګونو افغان وګړي او ۱۳ امريکايي سرتېري ووژل شول. له افغانستانه څخه د بايډن د حکومت د وتلو پر ډول سختې نيوکې کېږي.