کندهار کې پر نشو روږدې میرمنې د خپلو اولادونو سره بدې ورځې تېروي

کندهار کې یو شمیر هغه میرمنې چې پر نشه یي توکو اخته شوي او دا مهال د خپلو اولادونو سره بدې ورځې تیروي، وایي چې له یوې خوا ورته د نشو پریښودل ګران دي او له بلې خوا د ټولې کورنۍ بوج د دوی پر غاړه پروت دی.

دغه میرمنې چې د خپلو میړونو له لوري پر نشه یي توکو اخته شوي، زیاتوي چې د خپل ژوند ترڅنګ یې د ماشومانو برخلیک هم له خطر سره مخ دی او داسې څوک هم نشته چې اولادونو ته یې پام وکړي.

پنځه ديرش کلنه نور بي بي د همدغو مېرمنو له ډلې څخه ده. د نوموړې ۲۱ کاله د واده کېږي او ۱۱ کاله یې پر نشه یې توکو د اخته کیدلو، چې اوس ورته د نشې پرېښودل ګران شوي او د ګړاوونو ډک ژوند تیروي.

دغه ميرمن چې یو کال وړاندې د طالبانو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو لخوا نيول شوې او د درې مياشتنۍ درملنې وروسته بيرته خپل کورته ستنه شوې، وایي چې له خوشې کېدو سره جوخت یې بیرته نشه یي توکو ته مخه کړې.

د هغې په خبره، چې خاوند يې اسد الله د بې روزګارۍ له امله هغه مهال ګاونډ ايران کې په نشو روږدی شوی و او کور ته له راګرځېدو سره یې دې هم د چرسو او هیرویینو کارونې ته مخه کړه.

نور بي بي چې د پنځو اولادونو سرپرستي په غاړه لري وویل: «طالبان راغلل درې مياشتې يې ونيولو بيرته يې را ايله کړو، بيا هغه موږ يو هغه نشې دي سره ځغلو او را ځغلو، اوس مو بيا شروع پرې وکړه، د فقر او مفلسۍ ژوند دی، اولادونه مې ګرځي په نسو وږي دي خاورې په سر دي. سړی مې تللی و ايران ته هلته په نشه اخته شو، بعد د يو کاله راغی بالا ماته یې ويل دا داسې ښه خوند کوي ته يو دود درسره کش کړه، چې کش به مې کړ بس خوب به ډير راته بيده به شولم، باره ما ويل دا داسې ښه شی دی زه هم پرې اخته شوم.»

کندهار کې د روږدو کسانو د درملنې مرکز

دغه میرمن زیاتوي، پخوا یې د هيرويينو، ښېښې، ټابليټ کا او هر ډول نورو نشه یي توکو ته لاسرسی درلود، خو اوس د طالبانو راتګ سره ټول ساقيان نيول شوي او په ډيرو ستونزو نشه یي توکي پیدا کوي.

اته ويشت کلنه نازدانه هم له خپل خاوند احسان الله سره يو وخت پر نشو اخته شوې او له تېرو څو مياشتو راهیسې د هيرويينو نشتون له امله اړه شوې چې بېرته نشې پریږدي.

هغه چې د اوو اولادونو مور ده وایي، چې خاوند یې دا مهال د طالبانو په یو روغتیایي مرکز تر درملنې لاندې دی او ماشومان یې له پردیو کورونو وچه ډوډۍ راټولوي او ژوند پرې تیروي.

نازدانې وويل: «ځای مي د کرايې دی، هره مياشت اووه سوه افغانۍ کرايه ورکوم، د بل د کور کار کوم کتغ ور پخوم، ما اوس نشې پرېیښي، حکومت او موسېسات دې دومره همکاري راسره وکړي چې اوړه راکړي، غوړي راکړي، يو ګوله ډوډۍ پر کراره وخورو خاوند مې بندي دی، اوس زما ماشومان وږي تږي ګرځي.»

نوموړې له نړيوالو روغتيايي موسېساتو غوښتنه کوي، چې د روږدو ميرمنو لپاره روغتيايي مرکزونه پرانيزي او ورته د کار کولو زمينه مساعده کړي؛ ترڅو له نشو څخه يې پام خپل ورځني روزګار ته واوړي.

دغه راز يو دېرش کلنه امينه بیا وایي، نشه‌ يي توکو ته د اسانه لاسرسي او په کورنۍ کې د روږدو ورونو سره د اوسېدو له کبله پر نشو اخته شوې.

نوموړې پر نشه یي توکو د زیاتو ښځو د اخته کیدو لامل دغلته پخوا یاد توکو ته اسان لاسرسی بولي او اوس د طالب پولیسو له لوري د ساقيانو نيول او د روږدو ميرمنو او سړيو درملنه ښه اقدام بولي او غوښتنه کوي چې په دې برخه کې خپله پاملرنه نوره هم زياته کړي.

امينې وويل: «ځوانان ورونه مې په نشو اخته وو د دوی څخه کور کې پاتې کېدل ما هغه څکول، پلار مي نشې کولې مړ شو، ورونه مې عمليان وو، نو باره موږ هم شروع کړه، د کور کارونه چې به مو خلاص کړه نشه به مو کوله، يا چې د کور شيان به مو سره ټولول هغه چې د نارينه وو څخه به پاتې شوي وو، هغه به مو څکول.»

ورته مهال کندهار کې د طالبانو د عامې روغتيا رياست مسوولین وایي، دا مهال یې په ځانګرو روغتیایي مرکزونو د روږدو کسانو درملنه پېل کړې، چې د ښځینه او نارینه وو درملنه په کې کېږي.

د کندهار عامې روغتيا رياست کې د طالبانو د نشه‌ يي توکو د کنټرول مدير سردارولي زيشان وایي، چې دا مهال له دوی سره شاوخوا ۵ زره روږدي تر درملنې لاندې دي او په دې برخه کې له نړيوالو روغتيايي موسېساتو د مرستې غوښتنه کوي.

هغه وویل: «موږ له موسېساتو غواړو چې د کندهار د معتادينو اړوند دې زموږ سره مرستې وکړي، موږ په پوره هڅه کوو چې د ټولو معتادينو درملنه وکړو، دامهال کندهار کې موږ شاوخوا ۵ زره معتادين تر درملنې لاندې نيولي، دلته روغتيايي مرکزونو کې موږ درې مياشتو لپاره د معتادينو درملنه کوو.»

هغه زياتوي چې کندهار کې اوس مهال د ښځينه معتادينو لپاره يوازې يو سل بستريز روغتيايي مرکز شتون لري.

کندهار يو له هغو ولایتونو څخه شمېرل کېږي چې په‌ کې د ښځينه معتادينو شمېر زيات، خو کره شمیر یې نه دی څرګند؛ ځکه ویل کېږي چې یو شمیر کورونو کې پر نشه یي توکو روږدې میرمنې ناستې دي، خو څوک ترې خبر نه دي.