اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپورچي ريچارډ بېنټ وايي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونيو ګوتريش په کوربتوب د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو په دويمه غونډه کې حضور نه لري.
ښاغلي بېنټ نن (يکشنبه، ۲۹ د سلواغې) پر ايکس په خپله پاڼه د يوه پوسټ په خپرولو سره ليکلي: «هېله لرم چې دا غونډه د کليدي ښکېلو اړخونو ترمنځ چې تل بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو حقونه د افغانستان د راتلونکې مسير د اصلي هستې په توګه لومړيتوب ورته لري، د معنادارو او ټولشموله غونډو لامل شي.»
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي په دې غونډه کې د خپل نشتون په اړه وضاحت نه دی ورکړی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربتوب د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو دويمه غونډه نن په دوحه کې پېلېږي او سبا به هم دوام ولري.
په دې غونډه کې له افغانستان سره د همغږي او منسجم تعامل په اړه بحث کېږي.
همدا راز د هيوادونو ځانګړي استازي په دې غونډه کې د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» د وړانديزونو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه خبرې کوي.
د افغانستان د مدني ټولنې يو شمېر غړي او ښځې هم په دې غونډه کې شته دي.
که څه هم طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو ګډون يې نه دی کړی.