انځور: خواله رسنۍ

د ننګرهار خلک د مملې تاریخي بڼ د بیارغونې غوښتنه کوي

د ننګرهار یو شمیر اوسیدونکي په دغه ولایت کې له نورو تاریخي ځایونو سربیره د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند د مملې تاریخي بڼ د بیارغونې غوښتنه کوي او وايي، که دغه تاریخي بڼ ورغول شي، نو د کورنیو او بهرنیو سيلانيانو پام به ور واړوي.

د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی اکرام الله وایي، د بڼ ځينې برخې د تېر حکومت د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړو له کبله زیانمنې شوي او لا ځینې برخې یې بیخي د تخریب له ګواښ سره مخ دي.

نوموړی د مملې بڼ یو تاریخي او د سیلانیانو د پام اړولو لپاره مهم ځای بولي او د طالبانو له اړونده ادارو یې د ویجاړو شویوو برخو د بیا رغولو غوښتنه کوي.

اکرام الله وویل: «د مملې بڼ په مخکیني حکومت کې د طالبانو د جګړې مرکز و، له همدې ځایه به یې جګړې رهبری کولې او همدا لامل و، چې دا بڼ تخریب شو او زیاتره برخې د جګړو له امله غورځیدلي او ویجاړې شوي دي له دې مخکې هم په څو ځلي د دغه بڼ د رغېدو لپاره ژمنې وشوې، خو عملي هیڅ نه دي شوي.»

د خوږیاڼو ولسوالۍ یو بل اوسیدونکو محمد ادریس وایي، د مملې بڼ تاریخي ارزښت او طبیعي ښکلا ته په کتو هره ورځ د هیواد له بیلابیلو سیمو سیلانیان دغه بڼ ته د لیدو په پار راځي، چې دا شمیر بیا د پسرلي په ورځو کې تر بل هر وخت زیات وي.

هغه په یاده سیمه کې د سیلانیانو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابریدو غوښتنه هم کوي.

محمد ادریس زیاتوي: «زه د مملې له بڼ سره نږدې د خوراکي توکو یوه هټۍ لرم، کله چې سیلانیان زیات وي زمونږ دوکانداري هم کېږي او چې کم وي بیا زمونږ کار هم خراب وي؛ هر موسم کې دغه بڼ ته سیلانیان راځي خو د پسرلي وخت کې بیا زیات وي له هر ځایه دلته خلک راځي او د بڼ لیدنه کوي دلته د سیلانیانو د پاتې کیدو هوټل نشته نو دغه برخه کې هم پانګونه وشي ښه به وي.»

ویل کېږي چې د مملې تاریخي بڼ د شاه جهان پاچا د لور او د هغه د زوی له لوري جوړ شوی دی. انځور: خواله رسنۍ

فرهنګي فعال لطف الله خاموش وایي، که د مملې بڼ بیارغونې برخې ته پاملرنه وشي، نو پر داخلي سیلانیانو سربېره به د بهرنیو سیلانیانو پام هم جلب کړي.

نوموړی زیاتوي ننګرهار د سیاحت لپاره مناسبه سیمه ده چې د یاد بڼ له بیا جوړیدو سره به سیلانیان زیات او د مملې بڼ تاریخي برم به بېرته را ژوندی شي.

خاموش زیاته کړه: «د مملې بڼ یوه لویه تاریخي مخینه لري او دا بڼ باید جوړ وساتل شي، ځکه په دې سره به د سیلانیانو پام هم زیات شي او دغه راز به مملې بڼ بیا پخوانی نوم خپل کړي او همدارنګه د سیمې اوسیدونکو په اقتصادي او فرهنګي برخه کې هم مهم رول لري، نو مسوولو ادارو ته په کار ده چې د مملې بڼ او دغه راز ننګرهار کې نورو تاریخي ځایونو ته پام زیات کړي.»

هغه له طالب چارواکو د یاد بن د ژر رغیدو غوښتنه کوي او اندېښنه لري که د مملې بڼ ته پاملرنه ونه شي ښایي شته ښکلا یې هم له منځه لاړه شي.

بلخوا ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، دوی د مملې بڼ په ګډون د دغه ولایت ټولو تاریخي ځایونو ساتنې او بیارغولو ته ځانګړی پلان لري.

د ننګرهار اطلاعاتو کلتور ریاست لپاره د طالبانو رییس قاري یاسر وایي، د مملې باغ او وزیر محمد ګل خان مومند کلا د بیارغونې لپاره یې ځانګړې طرحه جوړه کړې، د تایید او نورو اجراتو لپاره یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته سپارلې ده.

هغه وویل: «ننګرهار کې چې څه تاریخي ځایونه دي ټول به رغول کېږي او په خاص ډول د مملې بڼ او محمد ګل خان مومند کلا د بیارغولو لپاره خو طرحه جوړه او وزارت ته استولې، چې له تایید وروسته به پرې کار پېل شي او همدارنګه د نورو دا ډول تاریخي ځایونو بیارغیدو او ساتلو لپاره ژمن یو.»

نوموړی دغه راز وایي، چې یاد بڼ ته یې د سیلانیانو او حکومت پام اړولو په موخه سږکال د نرګس مشاعره هم په مملې بڼ کې جوړه کړې وه، چې په کې له بیلابیلو سیمو شاعرانو، ولسي خلکو او لوړپوړو طالب چارواکو ګډون کړی وو.

د مملې بڼ د شاه جهان پاچا د لور او د هغه د زوی له لوري جوړ شوی، چې شاوخوا پنځه سوه کاله تاریخ لري، داسې هم ویل کېږي چې «نیمله» د شاه جهان پاچا لور نومېده که څه هم دا بڼ د نیملې په نوم دی خو اوس په مملې مشهور دی.

دغه بڼ د جلال اباد ښار په ٤٢ کلیو مټرۍ کې د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند «مملې» سیمې په ٦٠ جریبه ځمکه جوړ شوی، چې دنګو چینارونو، روانو اوبو او د نرګس ګلانو دغه بڼ ته لا ښکلا وربښلې ده.