نیمروز کې یو کس خپل زوم په ډزو وژلی

اطلاعات روز: نیمروز کې ځایي سرچینې وایي، په دې ولایت کې د نقیب الله په نوم  یو ۲۵ کلن ځوان د خپل خسر له لوري په ډزو وژل شوی دی.

یوې سرچینې د نوم نه یادلو په شرط وویل، چې پیښه تېره ورځ (دوشنبه، ۳۰ د سلواغې) د مرکز زرنج اړوند سیمې «معصوم اباد» سیمه کې شوې ده.

سرچینه زیاتوي، نقیب الله ۲۵ کاله عمر درلود او شاخوا یوه اوونۍ وړاندې له ایران هېواد څخه راستون شوی و.

تر اوسه معلومه نه ده چې یاد کس ولې خپل زوم وژلی او نه هم طالب چارواکو د دغه وژنې په اړه څه ویلي دی.

د هیواد په ګڼو ولایتونو کې دا ډول پیښې، د لوړ ولور، ناسمو دودونو او کورني تاوتریخوالي له کبله رامنځته کېږي.