اطلاعات روز: د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبداالله عبدالله وایي، هیله لري چې د قطر دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو خبرې په جدي ډول ژر پیل او دوام وکړي.
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر نن (یکشنبه، ۳ د کب) په سپیدار ماڼۍ کې د پراختیایي برنامو او مرستو خپلولو کمېسیون پرانیستې غونډه کې، په داسې مهال د سولې خبرو د پیلېدو او دوام هیله وکړه چې په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاوو دویم پړاو خبرې په ټپه درېدلي دي.
افغان حکومت وایي، د دوی پلاوی په دوحه کې دی او خبرو ته تیار دی، خو په وینا یې چې د طالبانو پلاوی په سفرونو بوخت دی او دوی سره خبرو ته نه حاضریږي.
طالبانو په دې وروستیو کې ایران، ترکمنستان او د سیمې نورو هېوادونو ته سفرونه وکړل او لا په دوحه کې مقابل لوري سره د سولې خبرو دوام ته حاضر شوي نه دي.
ښاغلي عبدالله په خپلو خبرو کې وویل، چې د افغانانو اصلي غوښتنه اوربند دی، ځکه روان تاوتریخوالی هره ورځ له خلکو قرباني اخلي. عبدالله عبدالله وویل، داسې سوله چې ټول په کې خپله ګټه وویني تلپاتې کېدی شي.