ننګرهار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه او دوه نور ژوبل شول

اطلاعات روز: د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د دوو ماشومانو او یوې میرمنې په ګډون پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبان ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، دا پېښه نن (شنبه، ٥ د کب) ماسپښین ٣:٣٠ بجې د تورخم ـ جلال اباد پر لویه لاره د مومندرې ولسوالۍ اړوند «غزګي» سیمه کې شوې.

نوموړی زیاتوي یو کرولا ډوله موټر د باروړونکې لارۍ سره ټکر کړی چې له امله يې په کرولا موټر کې سپاره دوه ماشومان او یوې میرمنې خپل ژوند له لاسه ورکړی او د دواړو موټرو چلوونکي سخت ټپيان شوي دي.

د هغه په وینا، په مړو شویو کې درې واړه د یوې کورنۍ غړي دي.

په افغانستان کې د لارو د خرابوالي او د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله ډیر کله داسې ترافیکي پیښې رامنځته کېږي.