ختیځ میشتي د کابل ـ جلال اباد دویم لېن سړک د پاتې چارو بشبړیدو او د کار د چټکېدو غوښتنه کوي

ختیځ میشتي وایي، د کابل ـ جلال اباد دویم لین سړک د چارو د بشپړید پر وخت څه د پاسه شپږ کاله اوړي، خو لا یې هم چارې نیمګړې او همداسې وران ويجاړ پاتې دی.

د ننګرهار اوسیدونکی هدایت شاه وایي، د کابل ـ جلال اباد اوسنی يو طرفه سړک د مسافرو او ترانزيټ دواړو لپاره کارېږي او په وینا یې دا بوخته لار ډېره کله د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د ګڼې ګوڼې له امله د مرګونو پېښو لامل ګرځي.

نوموړی زیاتوي ډېر کله د ترافيکي پېښو له امله په دې لاره تګ ته زړه نه ښه کوي.

هغه د طالبانو له حکومت څخه د کابل ـ جلال اباد دویم سړک د پاتې چارو بشپړیدو او د کار چټکېدو غوښتنه کوي.

هدایت شاه وویل: «زه کابل کې دنده لرم هره دوه اوونۍ بعد کور ته راځم، خو زړه مې نه کېږی چې راشم او کورنۍ مې هم همدا ټینګار کوي ځکه د کابل ـ جلال اباد اوسنی سړک تنګ دی د موترو تګ راتګ پرې زیات دی او هره ورځ ټکرې کیږي؛ چې له امله یې ګڼ هیوادوال خپل ژوند له لاسه ورکوي د طالبانو له حکومت غواړو چې د کابل ـ جلال اباد دویم سړک دې ژر جوړ کړي چې دا ستونزې حل شي او هم به ترافیکي پېښې کمې شي.»

د کونړ ولایت اوسیدونکی جمیل میاخیل هم ورته غوښتنه کوي او وایي، له جلال اباد کابل ته دويم لين سړک په جوړېدو به نه يوازې د یادې لارې تېریدونکو لپاره اسانتيا ډېره شي، بلکې دا به د سوداګرۍ له پراخېدو سره هم ډېره مرسته وکړي.

میاخیل زیاتوي:«د کابل ـ جلال اباد دویم سړک جوړول د تولو ختیځ میشتو غوښتنه ده، ځکه پر یاده لاره د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو اوسیدونکي کابل ته سفر کوي که یاد سړک جوړ شي هم خلکو هم حکومت او هم د سوداګرۍ د پراخیدو لپاره ګټه ده، نو څومره چې ژر کېږي باید پر یاد سړک کار پېل شي او دا سړک دې جوړ شي.»

د کابل-جلال اباد دویم لین سړک د جوړیدو چارې په ۲۰۱۷ کال کې پېل شوې وې، چې د فساد او قراردادي شرکتونو د تیښتې له امله یې چارې وځنډیدلې

ورته مهال، هغه موټروانان چې د کابل – جلال اباد پر لویې لارې تګ راتګ کوي وايي، اوسنی يو طرفه سړک د مسافرو او ترانزيت دواړو لپاره کارېږي.

د دوی په خبره چې پر اوسني سړک د موټرو د زیات بیروبار، بې احتیاطۍ، د سړک تنګوالي او خرابوالي له کبله یې نه یوازې موټر عوارض کوي، بلکې هر ورځ د ترافیکي پېښو له امله د مرګ له ګواښ سره مخ وي.

زړور خان چې د کابل–جلال اباد پر لویې لارې مسافر وړونکی موټر چلوي وايي، د کابل ـ جلال اباد دویم لین سړک جوړیدو ته له کلونو راهیسې په تمه دی، خو لا تراوسه یې نیمګړې چارې بشپړې نه شوې.

د هغه په خبره د دویم سړک په جوړیدو سره به یې واټن کم او هم د ترافیکي پېښو کچه کمه شي.

زړور خان وویل: «تول خلک په تمه دي چې د کابل ـ جلال اباد دویم سړک به کله جوړیږي ځکه چې په اوسني سړک خو هره ورځ ترافیکي پېښې کېږي او هره ورځ له مرګ سره لوبې کوو، نو که یاد سړک جوړ شي هر څه به سم شي.»

په ورته مهال د لغمان سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د روان لمریز کال په تیرو لسو میاشتو کې د کابل ـ جلال اباد پر لویه د دغه ولایت په مربوطاتو ٦٢ ترافیکي پېښې رامنځته شوي.

د دغه ولايت لپاره د طالبانو د ترافيکو مدير مولوي حبيب الله مبارز وایي، چې د یادو ترافیکي پېښو له امله يې ٥٣ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ١٦٧ تنه نور ټپیان شوي دي.

خلک وایي، د کابل-جلال اباد په لومړي لین سړک د زیاد بیروبار له کبله ډیرې ترافیکي پیښې رامنځته کېږي او د دویم لین سړک د چارو د ژر پېل غوښتنه کوي

بلخوا ننګرهار کې د طالبانو ټولګټو چارو رییس مولوي یار محمد وایي، د کابل ـ جلال اباد دویم لين سړک ٧٠ سلنه کارونه بشپړ شوي او د دې لويې لارې جوړېدو پر وړاندې یې خنډونه له منځه وړي دي.

نوموړی دغه راز زیاتوي څه موده وړاندې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ننګرهار ته د خپل سفر پرمهال ورسره د کابل ـ جلال اباد دویم لین سړک او په دغه ولایت کې د ځینو لویو پروژو پاتې چارو د بشپړیدو ژمنه کړې.

یارمحمد وویل: «مونږ د کابل ـ جلال اباد دویم لین سړک لپاره مشخصه بودیجه نه لرو، اوس یاد سړک د خوږیاڼو تر مملې سیمې جوړ شوی، خو څه موده وړاندې چې اقتصادی مرستیال ملا برادر ننګرهار ته راغلی و، نو ژمنه یې وکړه چې د کابل ـ جلال اباد دویم سړک پاتې چارې به بشپړې شي او زمونږ هم دا غوښتنه ده چې باید دا سړک جوړ شي او په دې برخه مونږ لا ډیره هڅه کې یو.»

د جلال آباد ـ کابل دويم سړک چې په افغانستان کې د ترانزیټ تجارت لپاره لويه پروژه بلل کېږي او تر ډېره بار وړونکي موټرو لپاره یې د رغېدو ویل شوي و، لاهم نيمګړی پروت دی.

یاد سړک ١٥٠ کیلو متره اوږدوالی لري چې له جلال اباد ښار پېل او د دغه ولایت له ۴ ولسوالیو تیر او کابل ته رسېږي.

د دې سړک چارې د مخکیني حکومت پر مهال د ۱۰۵ ميليونه ډالرو په لګښت پېل شوې وې چې د اسیا پراختیایي بانک لخوا ورکول کیدې، خو د کار کيفيت خرابوالي او قراردادي شرکتونو د تېښتې له امله یې کارونه په ټپه ولاړ دي.

د دې سړک څو سلنه کار شوی په داسې حال کې چې دا سړک بايد د ۲۰۱۷ په لومړيو کلونو کې ګټې اخيستنې ته سپارلی شوی وی.

ننکرهار کې نه یوازې د کابل ـ جلال اباد دویم لین سړک چارې نیمګړې پاتې، بلکې د تورخم جلال اباد دویم لاس چارې هم له کلونو راهیسې نیمګړې پاتې دي.