UNAMA

طالبانو په خوست کې له محلي رسنيو سره د نجونو پر ټليفوني اړيکه بنديز لګولی

اطلاعات روز: د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي چې په خوست کې د طالبانو امنيې قومندانۍ له محلي راډيوګانو او ټلويزونو سره د نجونو د ټليفوني اړيکې پر ټينګولو بنديز لګولی دی.

دا مرکز وايي چې په خوست کې يې د طالبانو د امنيې قومندانۍ يو ليک تر لاسه کړی دی چې دې قومندانۍ پکې له راډيوګانو او ټلويزونو سره د نجونو د هر ډول ټليفوني اړيکې پر ټينګېدو بنديز لګولی او همدا راز يې د رسنيو مسوولينو ته اخطار ورکړی دی چې که د نجونو د ټليفوني تماس زمينه برابره کړي احضار او تعقيبېږي.

د خبريالانو د مرکز په وينا، په خوست کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ ليک چې د دې ډلې اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته لېږل شوی، پکې راغلي چې «د خوست ځيني خصوصي راډيوګانې اخلاقي فساد ته لمن وهي او ښه مثال يې د ښوونځيو د درسونو او داسې ټولنيزو برنامو خپرول دي چې زياتې نجونې برخه پکې اخلي.»

afjc

په دې ليک کې راغلي: «له دې درسي او ټولنيزو برنامو څخه په ناوړه ګټې اخيستنې نجونې په رسمي او غير رسمي وخت کې د خپرونو له چلوونکو سره غير مشروع ټليفوني اړيکې نيسي چې دا ډول ټليفوني اړيکې له يوې خوا ټولنه د اخلاقي فساد لور ته بيايي او له بله لوري د اسلامي معيارونو خلاف دي.»

په خوست کې د طالبانو امنيې قومندانۍ زياته کړې چې محلي رسنۍ د ښوونځيو د درسي برنامو د خپرولو اجازه هم نه لري.

دې قومندانۍ خبرداری ورکړی چې که محلي رسنۍ د دې رسنيو له خپرونو سره د نجونو ټليفوني تماس ته د زمينې برابرولو ته دوام ورکړي، مسوولين به يې احضار شي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د دې محدوديت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د لغو کېدو غوښتنه يې کړې. د دې مرکز په وينا، داسې محدوديت د عامه رسنيو خلاف دی.

د دې مرکز د خبريالانو په وينا، اوس مهال د ملي (دولتي) راډيو او ټلويزون تر څنګ په خوست کې ۱۵ راډيوګانې او درې خصوصي ټلويزونونه فعاليت کوي.

طالبانو تر دې وړاندې هم د افغانستان پر رسنيو پراخ محدوديتونه لګولي دي.

د دې ډلې تر واکمنېدو وروسته، د افغانستان شاوخوا نيمې رسنۍ ختمې شوې چې لامل يې د طالبانو محدوديتونه او اقتصادي کړکېچ ګڼل کېږي.