تورخم کې څه د پاسه ۵۰۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي نیول شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي په تورخم ښارګوټي کې د زرګونه کیلو ګرامه چاودیدونکو توکو د کشف او نیول کیدو خبر ورکوي.

په دې ولایت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس څخه نن (یکشنبه، ١٣ د کب) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې طالب سرتیرو په تورخم ښارګوټي کې د پلټنو پر مهال په درېیو سوداګریزو محمولو کې پنځه زره او ٨٨ کیلو ګرامه چاودیدونکي مواد «امونیم نایټریټ» نیولي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، دغه مواد له پاکستان څخه هیواد ته را واردیدل چې طالب سرتیرو کشف او ترلاسه کړي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادو چاودیدونکو توکو د انتقال په تور یو تن هم نیول شوی، چې اوس مهال په امنیې قومندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دی.

د معلوماتو له مخې له امونیم نایټریت څخه په بم جوړولو کې کار اخیستل کېږي.

دا په یو ځل د ډيرو چاودیدونکو توکو د انتقال کم سارې بېلګه ده چې تورخم کې د طالبانو له لوري نیول کېږي.