جلال اباد ښار کې د ګاز ډبې چاودنې یو ماشوم مړ او دوه تنه نور ټپیان کړل

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو مسوولین خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د استوګنې په یوه کور کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د دې ولایت د امنيې قومندانۍ لپاره د طالبانو وياند عبدالبصير زابلی وایي، چې دا پېښه تېره ورځ (سې‌شنبه، ١٥ د کب) ناوخته د جلال اباد ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند د نارنج باغ په سيمه کې د عبدالله په نوم د يوه کس په کور کې رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې د کورنۍ دوه غړي ټپيان او يو ۱۰ کلن ماشوم خپل ژوند بایللی دى.

هغه دغه راز زیاتوي، د پېښې ټپيان یې روغتون ته انتقال کړي چې ډاکټرانو یې روغتيايي وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.

د یادونې ده چې ډیر کله له ګاز ډبو سره د کورنیو د بې احتیاطۍ له کبله دا ډول پېښې او اورلګېدنې رامنځته کېږي چې له امله یې ګڼ شمیر خلکو ته مرګ ژوبله او مالي زیانونه اوړي.