Photo: via Naseer A. Faiq on X

فايق: د افغانستان خلک د وضعيت له ښه والي پرته د طالبانو د مشروعيت په اړه اندېښمن دي

اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق وايي، چې د افغانستان خلک له پرمختګ او د بشري حقونو په وضعيت کې له پام وړ، ثابت او تاييد شوي بدلون پرته طالبانو ته د مشروعيت ورکولو او د هغوی د عادي کولو په تړاو اندېښمن دي.

ښاغلي فايق تېره شپه (چهارشنبه، ۱۶ د کب) د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې وويل، چې په راتلونکي کې له طالبانو سره هر ډول نړيوال تعامل يا اقدام بايد له تروريزم سره د مبارزې، بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د افغانستان نړيوال تعهدات د مشروط عنصر په توګه وساتي.

ده ټينګار وکړ: «د جنسيت پر اساس د طالبانو د بنسټيز شوي، سيسټماټيک او پراخ تبعيض او ځورونې او په افغانستان کې د جنسيتي اپارتايډ سياستونو په تړاو بايد هيڅ ډول سازش يا هم جوړجاړی ونه شي.»

ښاغلي فايق زیاته کړه، چې اوس مهال اړتيا ده چې د افغانستان په اړه يوه نړيواله اجماع د «لارې د نقشې» يا «تګلارې» د تصويب له لارې رامنځته شي چې مشخص اهداف او ټاکلی مهالوېش ولري.

ده وويل، چې د لارې د دې نقشې يا تګلارې تر تصويب وروسته بايد د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» په راپور کې د وړانديز شويو ميکانيزمونو له لارې له ټولو داخلي او نړيوالو ښکېلو اړخونو سره تماس نيول پېل شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست ټينګار کړی او ويلي يې دي چې اړينه ده چې د ښځو، مدني ټولنې، ډيپلوماټانو او نورو ډيموکراټيکو ځواکونو او غورځنګونو د استازو په ګډون د ملګرو ملتونو په ټولو غونډو کې د افغانستان د ټولو ډلو متوازنې استازولۍ او ټولګډونتوب ته پاملرنه وشي.

ښاغلي فايق وويل: «طالبان يوازې يو داخلي اړخ دی او د افغانستان د ټولو خلکو استازي نه دي.»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست همدا راز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي د ټاکلو په تړاو خبرې وکړې او ويې ويل چې دا استازی بايد پياوړی، د باور وړ او لازمه تجربه ولري.

ده وويل، چې د ځانګړي استازي د ټاکلو په بهير کې بايد د رهبرۍ، شخصيت، ډيپلوماټيکو مهارتونو او اړوندې تجربې په څېر عوامل په نظر کې ونيول شي.

د ښاغلي فايق په وينا، دا ځانګړنې له سيمه‌ييزو او نړيوالو اړخونو سره په اړيکو او پرمختګ او همدا راز وروستيو موخو ته د رسېدو لپاره د طالبانو د فشار پر وړاندې مقاومت کې اړينې دي.

ښاغلي فايق وويل، چې وروستۍ موخه يو سولييز افغانستان دی چې په بشپړه توګه په نړيواله ټولنه کې مدغم شي او [دا چاره] يوازې د ملي مشروعيت او د نړيوال رغنده او اصولي تعامل له لارې ترلاسه کېږي.

ده ټينګار وکړ: «د اوسني منفي مسير د معکوس کولو او د ثبات پر مسير د افغانستان د روانولو لپاره داسې څه ضروري دي. راتلونکی مسير بايد د افغانستان د خلکو په ارادې او د واقعي نړيوال ملاتړ او همکارۍ په روحيې سره ووهل شي.»

د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غونډه د کابل پر وخت ماښام مهال وشوه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې رزا اوتنبايوا هم په دې غونډه کې خبرې وکړې.

نوموړې وویل، چې يوناما د بشري حقونو د وضعيت په تړاو له طالبانو سره تعامل ساتي او د دوحې د درېيمې غونډې لپاره چمتووالی نيسي.