بې‌کاري او مخدره توکو ته اسان لاسرسی؛ ارزګان کې معتادین له درملنې وروسته بیرته په نشو اخته شوي

ارزګان کې یو شمیر هغه کسان چې له نشو یې لاس اخیستی وو او درملنه یې شوې وه، د کار نشتون او نشه یي توکو ته د اسان لاسرسي له کبله یې بیا ځلي مخدره توکو ته مخه کړې.

د شمیرو له مخې ارزګان کې دا مهال څه باندې ۲۵زره کسان په بېلابېلو نشه یي توکو اخته دي او د درملنې لپاره یې دغلته یوازې یو ۲۰ بستریز روغتون شتون لري، چې په نوبت سره په کې د روږدو درملنه کېږي، خو هغه کسان چې یاد روغتون کې یې درملنه شوې یو شمیر یې بیرته نشو ته راګرځیدلي دي.

د ارزګان اوسیدونکی محمد شفیق وایي، چې ورور یې ۱۰ کاله په نشو اخته و او دوی د درملنې په موخه په دولتي روغتون کې ۴۵ ورځې بستر کړ ترڅو له نشو لاس واخلي، خو زیاتوي چې تر رغیدو یوه میاشت وروسته بیرته په نشو اخته شوی دی.

نوموړی په نشه یي توکو د ځوانانو د بیرته اخته کيدو اساسي لامل د کار نشتون او په چاپیريال کې یادو توکو اسان لاسرسی په ګوته کوي.

شفیق وویل: «زما يو ورور و دغه لس کاله په هيروینو روږدی و، بیا موږ روغتون ته راوسته کله چې یې دلته ۴۵ ورځې تيرې کړې روغ شو کورته راغی يوه مياشت وروسته چې مو تعقیب کړ بیرته په نشه یي توکو اخته شوی و، ځکه کار شی نه و ټوله ورځ به يې په کور کې بې روزګاره تېروله.»

ارزګان کې د معتادینو د درملنې ۲۰ بستریز مرکز چې هر په نشو اخته کس چې غواړي خپله درملنه وکړي باید دلته ۴۵ ورځې ځان بستر کړي

ورته مهال ارزګان کې د طالبانو مسوولین وایي، په دې ولایت کې تر ۲۵۰۰۰ زيات کسان په نشه یي توکو روږدي شوي او د درملنې لپاره يې یوازې يو ۲۰ بستريز روغتون شتون لري.

د دغه روغتون ۲۰ بستریز روغتون امر ډاکټر سليمان شاه مصلح وايي، چې د دوی امکانان کم او نه شي کولای چې دومره زیاتو کسانو درملنه وکړي.

هغه وویل: «موږ په ارزګان کې ۲۵۰۰۰ په نشه یي توکو اخته کسان لرو په ۲۰ بستريز روغتون د دغه کسانو  درملنه ناممکنه ده ستاسو څخه مو غوښتنه دغه ده چې زموږ غږ تر يوځای پورې ورسوئ.»

په ياد روغتون کې يو شمير داسې په نشه یي توکو روږدي کسان هم شته چې د دوهم او دريم ځل لپاره یې درملنې په موخه یاد روغتون ته مراجعه کړې. دوی وايي، د کار نشتون له امله یې مخدره توکو ته مخه کړې او که حکومت ورته د کار زمینه برابره کړي بیا ځلي به نشو ته نه ګرځي.

د دغه کسانو له ډلې يو هم ۳۷ کلن عبدالکريم دی، چې يو ځل وړاندې یې درملنه شوې، خو د کار نشتون له امله بیا ځلي په نشو اخته شوی.

عبدالکریم په دې اړه داسې وویل: «دا د بې کارۍ څخه پرې اخته شوي يو باید حکومت زموږ لپاره د کار زمينه برابره کړي کله چې موږ ته د کار زمينه برابره شي بیا به دوهم ځل په نشه یي توکو نه اخته کېږو ترڅنک یې باید د ساقيانو مخه په کلکه ونيسي.»

معتادین وایي، که چیرته ورته د کار زمینه برابره او ترڅنګ یې هغه کسان ونیول شي چې پر دوی هیرویین پلوري، نو بیا ځلي به په نشو نه اخته کېږي

ارزګان کې د معتادینو د ۲۰ بستریز روغتون امر ډاکټر سليمان شاه مصلح هم روږدو ته د کاري زمینې په برابریدو ټینګار کوي او زیاتوي چې د کار نشتون له امله ډیری ځوانان په نشو اخته کېږي.

نوموړي وویل: « ډير لاملونه لري اول دا چې ناروغان روغ شي هغوی ته د کار زمينه نه وي برابره شوي، بل لامل يې دا دی چې په يوه کور کې درې يا څلور کسان په نشه یي توکو اخته وي او دریم لامل یې چاپیریال دی، چې لاهم دلته د نشو زمینه شته.

بلخوا ارزګان کې د طالبانو مسوولين وايي، چې دوی په تېرو کلونو کې سلګونه بې روزګاره کسانو ته د کار زمينه برابره کړې او هڅه کوي چې ځوانانو ته نور کاري فرصتونه هم برابر کړي.

د ارزګان ولايت لپاره د طالبانو د والي ویاند احسان الله حماس وايي، چې تازه يې په دې ولايت کې د بې روزګارۍ د له منځه وړلو لپاره د فني او حرفوي زده کړو يو مرکز جوړ کړی او له نشه یي توکو روغو کسانو ته به په کې ځانکړی ځای ورکړي.

نوموړي وويل: «هغه کسان چې حرفوي زدکړې یې نه وي کړي، د هغو لپاره موږ د کار او ټولنيزو چارو رياست لخوا یو مرکز جوړ کړی، چې دلته به کار زده کوي.»

د هیواد په سویل په ځانګړي توګه هلمند او ارزګان د هغو ولایتونو په سر کې راځي چې د تېرو دوو لسیزو پر مهال په کې د کوکنارو  پراخ کښت ترسره کیده، چې له امله دغلته نشه یي توکو لاسرسی اسان او د لوی کاروبارونو ترڅنګ ګڼ شمیر ځوانان په نشو اخته شوي، چې اوس یې درملنه سخته او د ټولنې د اوږو بار ګرځیدلي دي.