UN Photo / Jean Marc Ferré

د مارچ ۸؛ ريچارډ بينټ د طالبانو له بند څخه د ښځينه حقونو د مدافعانو خوشي کېدل وغوښتل

اطلاعات روز: په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بينټ د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت له طالبانو غوښتي چې سمدستي دې ټول هغه کسان له قيد او شرط پرته ازاد کړي چې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د دفاع په وجه يې په خپلسرې توګه نيولي دي.

بينټ په هغه اعلاميه کې چې د بشري حقونو پر ويبپاڼه خپره شوې، ويلي چې دی د افغانستان د هغو ښځو او نجونو تر څنګ ولاړ دی چې له نظام‌مند او سيسټماټيک تبعيض سره مخ دي.

ده ويلي چې د هغو ښځينه فعالانو زړورتيا، خلاقيت او رهبري ستايي چې خپل حقونه غواړي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورچي له طالبانو غوښتي چې د تحصيل، کار، ازاد تګ-راتګ او بيان د ازادۍ په شمول دې په افغانستان کې د ښځو او نجونو ټولو بشري حقونو ته درناوی وکړي.

ده د ژوند په ټولو عمومي اړخونو کې د ښځو او نجونو پر معنادار او برابر ګډون ټينګار کړی دی.

طالبانو په تېرو دوه نيمو کلونو کې پر ښځو او نجونو سخت محدوديتونه لګولي دي. اوس مهال ښځې او نجونې په افغانستان کې له کار، زده کړو او ازاد تګ-راتګ څخه محرومې دي.