اطلاعات روز: نیمروز کې ځايي سرچینې وایي چې د دې ولايت د چخانسوري ولسوالۍ پر عمومي سړک د ترافيکي پېښې له امله اووه کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.
سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې دا ترافيکي پېښه نن (جمعه، ۱۸ د کب) د «لوکس» او «خوستي موټر» ترمنځ شوې ده.
د پېښې د قربانيانو د هويت په اړه جزييات نه دې تر لاسه شوي.
همدا راز سرچينې زياته کړې چې د دوو ټپيانو حالت نازک دی.
د دې پېښې لامل څرګند نه دی او په نيمروز کې ځايي طالب چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي.
همدا راز تېره شپه د نورستان په وانټ وايګل ولسوالۍ کې د يوه «ډاټسن» موټر د اوښتو له وجې يو تن مړ او دوه ژوبل و.
په هيواد کې د ترافيکي پېښو لامل ډېر سرعت، د لارو خرابوالی او له ترافيکي قوانينو ناخبري ګڼل کېږي.