Photo: via ToloNews

توماس وېسټ: د ښځو کار او تحصیل په افغانستان او سیمه کې د ثبات مسایل دي

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ ویلي، چې د افغان ښځو او نجونو کار او تحصیل او په عامه ژوند کې د هغوی ګډون د افغانستان او سیمې د ثبات اړوند مسایل دي.

نوموړي دغه څرګندونې د مارچ د اتمې یا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې کړې دي.

وېسټ پر ایکس په خپله پاڼه لیکلي: «نن د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت، موږ د افغان میرمنو او نجونو د نه ستړي کیدونکو هلو ځلو او زړورتیا ستاینه کوو، چې د خپلو حقونو د خوندي کولو لپاره – په هره کچه زده کړې ترلاسه کړي، کار وکړي او د خپلو کورنیو د ملاتړ ترڅنګ په عامه ژوند کې ګډون وکړي. دا د افغانستان او سیمې د ثبات مسایل دي.»

دغه راز د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم د مارچ په اتمه ویلي، چې د افراطي حکمونو پر وړاندې د افغان ښځو او نجونو زړورتیا ته درناوی کوي، چې د خپلو حقونو د دفاع په برخه کې یې کوي.

امیري پر ایکس په خپله پاڼه لیکلي، چې که نړۍ د افغان ښځو په ملاتړ ونه دریږي، د ښځو حقونه به په هر ځای کې له خطر سره مخامخ شي.

طالبانو د افغانستان د بیا واک تر لاسه کولو وروسته د لسګونو فرمانونو په صادرولو سره د افغان ښځو او نجونو ژوند او فعالیتونه محدود کړی.

اوس مهال افغان ښځې او نجونې د کار او زده کړې اجازه نه لري. د ښځو او بشري حقونو فعالانې د طالبانو سیاستونه جنسیتي توپیر او جنسي ځورونه ګڼي او د دې ډلې د محاکمې غوښتنه کوي.