د بشري حقونو نهه سازمانونه: نړیوالې محکمې دې د افغان ښځو پر وړاندې ترسره شویو جرمونو ته رسیدګي وکړي

اطلاعات روز: «په افغانستان کې د بشري حقونو ایتلاف» د نهو بشري حقونو سازمانونو په ګډون د مارچ په اتمه یا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې ګډه بیانیه کې د نړیوالو محکمو له لارې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د ټولو ترسره شویو جرمونو په اړه د عدالت او حساب ورکولو غوښتونکي شوي دي.

دا بیانیه د بښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو مدافع بنسټ، د ازادۍ کور، فریډم نو، د بشري حقونو د څار ادارې، مډري بنسټ (MADRE)، د شکنجې د منع سازمان (OMCT)، د بشري حقونو نړیوال فدراسیون (FIDH) او د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو نړیوال لیګ (WILPF) له لوري خپره شوې.

دغو بنسټونو ویلي، له کله نه چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې طالبان واک ته رسیدلي د دغې ډلې له لوري د ښځو او نجونو پر حقونو زیاتیدونکي ځپونکي بریدونه د ژور بحران او د وضعیت د خرابیدو لامل شوي.

د «افغانستان د بشري حقونو د ایتلاف» په بیانیه کې راغلي، چې دغه بحران د ملګرو ملتونو د کارپوهانو له لوري د جنسیتي ځورونې په توګه او هم د جنسیتي توپیر په نوم یادیږي.

دغه ایتلاف زیاته کړې، چې د دې «انزوا، ډار او زیاتیدونکي» ظلم په ترڅ کې، د ښځو د بشري حقونو مدافعینو په نړیواله ټولنه غږ کړی چې پر طالبانو نور فشار راوړي.

د بشري حقونو د ایتلاف په اعلامیه کې راغلي، چې د ښځو د بشري حقونو مدافعان پر نړیوالو سازمانونو غږ کوي چې له طالبانو سره په ټولو خبرو کې افغان ښځې شاملې کړي او د ښځو او طالبانو ترمنځ د مستقیمو ناستو زمینه برابره کړي څو د هغوی اندېښنو ته رسیدګي وکړي.

دغه راز یادو میرمنو د بهرنیو فعالانو له خوا د ښځو له حقونو څخه د ملاتړ پر اهمیت او د افغان میرمنو او نجونو له حقونو څخه د دفاع په خاطر د سازمانونو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار کړی دی.

د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د بشري حقونو د ایتلاف غړو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د روان ظلم د مخنیوي لپاره په همبستګي او متحد غږ عمل وکړي.

دغه ایتلاف ویلي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړه لیک پر بنسټ باید په ملي او نړیواله کچه د تصمیم نیولو په ټولو پروسو کې د ښځو بشپړ، مساوي، با معنا او خوندي ګډون تامین شي.

د بشري حقونو ایتلاف زیاته کړې، چې د جرمونو د نړیوالې محکمې او د عدالت د نړیوالې محکمې په ګډون د میکانیزمونو له لارې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د ټولو جرمونو لپاره د عدالت او حساب ورکولو غوښتنه کوي.

دغه ايتلاف پر نړيوالې ټولنې غږ کړى، چې له مرسته کوونکو څخه وغواړي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې بشري پروګرامونه په بشپړه توګه تمويل کړي.