ننګرهار کې یوې ترافيکي پيښه کې څلور کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولايت بهسودو ولسوالۍ اړوند «بهر آباد» سیمه کې د يو باروړونکي ټیلر موټر د چپه کیدو په پيښه کې دوه کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.

د پېښې یو عیني شاهد او د سیمې اوسیدونکی انورشاه وايي، چې پيښه نن (یکشنبه، ٢٠، د کب) سهار ۱۰:۰۰ بجې د یو ټیلر موټر د کړندي تګ له امله رامنځته شوې.

نوموړي وویل: «نن سهار لس بجې وې چې د بهسودو  ولسوالۍ بهراباد ساحه کې یو ټیلر موټر و، چې ډیر تیز را روان و، نو بس د همدې تیز تګ له امله چپه شو دوه کسان په کې مړه شول او دوه نور ټپیان شول چې یو ماشوم و.»

بلخوا ننګرهار د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې ټپیان یې د درملنې په موخه روغتون ته انتقال کړي او مړه شوي کسان یې خپلو کورنیو ته سپارلي.

هیواد کې ډیری ترافیکي پیښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او ګړندي تګ له امله رامنځته کېږي، چې ډیر کله یې قربانیان عام هیواد وال وي.