پاکستان یو ځل بیا د افغان ناروغانو پرمخ د تورخم دروازه تړلې

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې پاکستاني لوري له پرون ورځې راهیسې يو ځل بيا د تورخم دروازه د هغو ناروغانو پرمخ تړلې چې پاسپورټ او ویزه نه لري.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي وايي، یاد دروازه تېره ورځ (یکشنبه، ۲۰ د کب) پاکستاني لوري تړلې او ننګرهار کې یې د ناروغانو د تشخیص ځانګړي کمېسیون ته هم خبرداری ورکړی او ورته ویلي یې دي، چې هغو ناروغانو ته به اجازه ور نه کړي چې ویزه نه لري.

د هغه په ​​وينا، تر اوسه د پاکستان له لوري د دروازې د تړل کېدو لامل نه دى څرګند شوی.

نوموړي همدا راز له ناروغ لرونکو غوښتنه کوي چې کمېسیون ته تر بلې خبرتیا پورې له ورتګ څخه ډډه وکړي.

په همدې حال کې پاکستان ته د درملنې په موخه تلوونکي ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له دواړو خواوو غوښتنه کوي، چې ژر تر ژره دې د دې ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې یاده دروازه د پاکستاني چارواکو له لوري تړل کېږي، بلکې نږدې دوه میاشتې وړاندې هم پاکستان د تورخم دروازه د افغان ناروغانو پر مخ تړلې وه.