Photo : USAmbKabul

ملګري ملتونه او مرستندوی هيوادونه له افغانستان سره د مرستې څرنګوالی ارزوي

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د امريکا د سفارت شاژدافيره کيرين ډيکر وايي چې د ملګرو ملتونو تر مجموعې لاندې بنسټونه او مرستندوی هيوادونه له افغانستان سره د مرستو څرنګوالی ارزوي.

د امريکا د سفارت شاژدافيرې نن ماښام (دوشنبه، ۲۱ د کب) پر خپله ايکس پاڼه د دې موضوع په تړاو خبر ورکړی.

خو نه يې دې ويلي چې دا ارزونه څه وخت او چيرته ترسره کېږي.

کيرن ډيکر ويلي چې په دې ارزونه کې به «اساسي تمرکز پر روڼتيا او څار وي.»

دې د ښځو رول ته په اشاره ويلي چې «افغان ښځې توپير راوستونکې، مدافعينې او د بدلون را منځ ته کوونکې دي.»

دا په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږي کوونکي دفتر اعلان کړی چې د روان ميلادي کال پر مهال ۲۳.۷ ميليون تنه په افغانستان کې بشرپالو مرستو ته اړتيا لري.

دې بنسټ تر ۱۷ ميليون زياتو متضررو وګړو ته د رسيدنې لپاره د ۳.۰۶ ميليارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې.