زابل کې د یو کور چت پریوتو له امله څلور کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: زابل کې د طالبانو مسوولین خبر ورکوي، چې په دې ولایت کې د یو خټین کور چت پریوتو له کبله د یوې کورنۍ یو کس مړ او درې نور ژوبل شوي.

زابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس رحمت الله حماد وایي، چې پیښه نن (چهارشنبه، ۲۳ د کب) سهار وختي د دې ولایت د مرکز قلات اړوند «باکورزو» سیمه کې د زیات ورښت له کبله رامنځته شوې.

نوموړی زیاتوي، د چت پریوتو په دې پېښه کې دوه ماشومان او یو ځوان ژوبل شوي او یو بل کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تر دې دوې ورځې وړاندې هم زابل کې د یو خټین کور د چت پریوتو په پېښه کې یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی و.