اطلاعات روز: خوست کې سيمهييزې سرچينې وايي چې په دې ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ په خپلمنځي شخړه کې د يوه تازه ډاکټر شوي کس په شمول يو تن وژل شوی او شپږ نور ژوبل دي.
د سرچينې په وينا، دا پېښه تېره ورځ (سېشنبه، ۲۲ د کب) ناوخته د خوست د مرکز په «لکڼو» سيمه کې رامنځته شوې او د «شيرالله» په نوم تازه ډاکټر شوی کس پکې وژل شوی دی.
سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې په دې پېښه کې د شير الله دوه وروڼه هم ټپيان شوي دي.
خوست کې د طالبانو امنيې قومندانۍ هم د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي چې دې کورنيو له کلونو راهيسې خپلمنځي دوښمني درلوده.
په خوست کې تر دې وړاندې هم د پخوانيو دښمنيو له وجې ګڼې شخړې شوې او مرګ ژوبله پکې اوښتې.
بل لور ته د طالبانو د کډوالو او بيرته راستنېدونکو چارو وزارت په خوست او ورڅېرمه ولايتونو کې د شخړو د هواۍ کمېټه ټاکلې خو برسېره پر دې لاهم ګڼې دوښمنۍ ناحل شوې پاتې دي.