وسلوالو غلو کندهار کې يو ځوان وژلی

اطلاعات روز: وسلوالو غلو د کندهار ښار اړوند پنځمې امنیتي حوزې په سيمه کې يو ځوان وژلی او د هغه موټرسايکل يې ترې بوولی دی.

کندهار کې د طالبانو ځايي پوليسو ويلي چې دا پېښه پرون (پنجشنبه، ۲۴ د کب) د روژه ماتي پر وخت د کندهار ښار د پنځمې حوزې اړوند «نوراني مېنه» کې رامنځته شوې.

د وژل شوي ځوان نوم «نصيب الله» ښوول شوی دی.

د طالبانو د پوليسو په وينا، وسلوالو غلو له نوموړي موټرسايکل په زور اخيستی او وروسته يې په ډزو وژلی دی.

ځايي طالبانو زياته کړې چې نصيب الله روغتون ته تر رسېدو وړاندې ساه ورکړې خو په وينا يې چې د دې پېښې په تړاو يې پلټنې پيل کړې دي.