کورنی تاوتریخوالی؛ ننګرهار کې یو کس خپله میرمن وژلې

اطلاعات روز: سیمه ییزې سرچینې خبر ورکوي، چې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې یو سړي خپله میرمن په ډزو وژلې ده.

د سیمې اوسیدونکی محمد نعیم وایي، چې پېښه تېره ورځ (یکشنبه، ٢٧ د کب) له ماسپښین وروسته د جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند «دامان» سیمه کې رامنځته شوې.

نوموړی زیاتوي، چې وژل شوې میرمن او خاوند یې په اصل کې د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ اوسیدونکي وو، چې اوس مهال په اتمه ناحیه اوسیدل.

هغه د یادې پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی یادوي.

په ورته مهال د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی هم یاده پېښه تاییدوي او زیاتوي، چې د پېښې په تور یې یو کس نیولی چې د پلټنو په موخه امنیې قومندانۍ کې تر څیړنو لاندې دی.

په دې وروستیو کې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې دا ډول پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې تر ډیره کورنی تاوتریخوالی، بې کاري، فقر، بې وزلي او رواني ستونزې ګڼل کېږي.