Photo: Taliban media office in Nangarhar

له دښمنۍ تر دوستۍ؛ د دښمنو کورنيو ترمنځ د پخلاينې ولسي هڅې

په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې قومي مشران وایي، هڅې یې پېل کړي ترڅو په دغه ولايتونو کې د ټولو قومونو او کورنیو ترمنځ پخوانۍ شخړې په دایمي ډول د جرګو له لارې حل کړي.

ننګرهار کې د قومونو یوالي او همغږۍ شورا مشر لعل آغا کاکړ له کلونو راهیسې له یو شمیر نورو قومي مشرانو او دیني عالمانو په مرسته د کورنیو ترمنځ روغې جوړې کوي.

نوموړی ټینګار کوي او وایي، چې د هېواد په نورو ولايتونو او ولسواليو کې هم بايد قومي مشران لاس سره يو کړي او خفه شوي قومونه پخلاينې ته وهڅوي.

کاکړ د جرګې په تړاو په وضاحت ورکولو سره وایي، که دوه کسان خپل منځ کې د يوې ستونزې لپاره خبرې کوي هم جرګه يې ده او که لوی قومونه د مشکلاتو د حل لپاره ډېرو قومي مشرانو ته واک ورکوي، هم جرګه ورته ويل کېږي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې د پښتنو په ټولو سيمو کې د جرګې شکل تقريبا يو ډول وي او کله چې يوه شخړه راپيدا شي نو دواړه غاړې يا يوه خوا د کلي سپين ږيري راغواړي او هغوی ته د کشالې د حل واک، اختيار ورکوي.

کاکړ زیاتوي: «جرګه په پښتنې سیمو کې د ستونزو د حل لپاره یوه غوره لاره ده، هغه په دې مانا که د قومونو او یاد د دوه کورنیو ترمنځ په يوه موضوع  شخړه پيدا شي نو دواړه غاړې قومي سپين ږيرو ته واک ورکوي ځینې پښتانه ورته مچلغه هم وایي، خو د موضوع اهميت ته په کتو سره دا مچلغه توپير کوي. په واک کې وسله هم کيدای شي او پیسې هم کيدای شي جرګه کوونکي له دواړو غاړو پوښتنه کوي او مسئلې په اړه ځان پوهوي او بیا له معلوماتو، سلاح او مشورو کولو وروسته قومي مشران خپله فیصله اعلانوي که هر لوری یې فیصله ونه مني نو جرګه کوونکو ته هم ملامت دی او هغه واک یې هم له لاسه ورکوي او بیا یې جرګه کوونکي خپل منځ کې سره ویشي.»

نوموړی زیاتوي تازه د دوی په هڅو د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې دوه کورنۍ له ۴۶ کلونو دښمنۍ وروسته پخلا شوې.

د هغه په خبره دا پخلاینه د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړتوب وشوه او دوی د دې روغې جوړې لپاره درې میاشتې هلې ځلې کړي دي.

د کاکړ په وینا د دې هڅو موخه د یادو دوو کورنیو ترمنځ د لسیزو پخوانۍ دښمنۍ ختمول و، چې په خبره یې دوام یې د دوی ترمنځ د نورې مرګ ژوبلې سبب کیدای شو.

کاکړ زیاته کړه: «د سره رود ولسوالۍ کې د علي اصغر او خان زمان کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر دښمني پیدا شوې وه او د دې دښمنۍ ٤٦ کلونه کیدل، خو مونږ د قومي مشرانو او دیني عالمانو په همغږۍ دا دښمني په روغه جوړه بدله شوه او دواړه کورنۍ پخلا شوې په دې روغه جوړه کې هم د پښتني دود له مخې کار اخیستل شوی و.»

د پخلاینې د جرګو په پایله کې یو پریکړه لیک لیکل کېږي او له دواړو خواوو قوي ضمانتونه هم اخیستل کېږي ترڅو بیا سره شخړه ونه کړي. انځور: ننګرهار کې د طالبانو د رسنیو دفتر

 نوموړی زیاتوي د کورنیو ترمنځ د روغې جوړې لپاره له پښتني دود کار اخیستل کېږي او دغه راز له پخلا شویو کورنیو هم قوي ضمانت اخلي، چې بیا به پر یو بل برید نه کوي.

د هغه په خبره تر اوسه یې په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د لسګونه کورنیو ترمنځ روغې جوړې کړي او دا لړۍ به دوامداره ساتي.

په لغمان کې یو قومي شاه ولي خان وایي، د دوی جرګو ته وروړل کېدونکي موضوعات مختلف وي، خو کوشش تر ډیره دا کېږي چې مسئله زر تر زره د جرګې له لارې حل کړي.

د هغه په خبره که د قضیې یو اړخ جرګه ونه مني نو نور قومي مشران بیا د تېرې جرګې له مخې خپله فیصله کوي. هغه دا کار د قومي مشرانو پريکړو ته په افغاني ټولنه کې احترام ښیي.

نوموړی وايي، چې د پښتنو په ټولو سيمو کې د جرګې پريکړې يو قسم وي، ځکه که يو چا قتل کړی وي نو مقابل لوری کولای شي، د نورې وينې توييدو مخنيوی له څو لارو وکړي.

شاه ولي زیاته کړه: «که یو څوک قتل وکړي او بیا په کې جرګه جوړه شي او د دښمنۍ مخنیوي لپاره بیا مختلف دودونه شته دی، که یو چا قتل کړی وي په مقابل کې يې پيسې ورکول، د کلي کور پریښودل، د سورې ورکول؛ د سورې ورکول مسئله ډېره جنجالي ده او نن سبا يې خلک نه خوښوي، د سورې مطلب دا دی چې دې کې يوه جلۍ د خپل کور د نارينه غړي په لاس د کړي قتل په بدل کې د وژل شوي کس په کور کې وديږي، اکثره جينکۍ چې واده شي په دې طریقه بیا ژوند د خسر په کور کې سخت وي او ټوله کورنۍ ورته په بد نظر ګوري، نجونې هم نه غواړي چې په داسې طريقه يې واده وشي ځکه داهم د شريعت خلاف کار دی خو اوس قومي مشران دا ډول فیصلې نه کوي البته پخوا کیدلې.»

په افغانستان کې له لسیزو راهیسې ډېری وخت د ولسونو ترمنځ شته ستونزې د قومي مخورو مشرانو لخوا د نرخ تر نوم لاندې هواریږي.

دا چې نرخ څه ته وایي او ولې لاهم د هیواد په ډېریو سیمو کې خلک د شخړو او لانجو پرمهال ورته پناه وړي، په اړه ملک عبدالوهاب وایي: «په جرګه کې له نرخ څخه موخه دا ده، چې د یوې سیمې مسئله چې په یوه سیمه کې څه ډول حل شوي وي او په بله سیمه کې د هغې پېښې حل ته ډېری وخت څلی یا نرخ وایي، خو داسې چې دواړه لوري پرې راضي وي کومه ستونزه چې په نرخ هواره شي، هغه بیا ستونزې نه راپیدا کوي ځکه ټولو خواو ته د منلو وړي.»

یو بل قومي مشر رحمت الله وایي، تېرو ۴۰ کلونو جګړو او بې ‌وزلۍ په افغاني ټولنه کې یوازینۍ میراث چې پرېیښی هغه شخصي او د کورنیو ترمنځ خپل‌منځي دښمنۍ دي.

نوموړی ټینګار کوي او وایي، که د طالبانو حکومت، قومي مشران او دیني عالمان په یوه خوله د دا ډول شخصي دښمنیو حل ته کار وکړي، لېرې نه‌ده چې ټولنه به ژر له دې بدبختیو خلاصی ومومي.

ملک رحمت زیاتوي: «د دښمنیو اصلي لامل بې سوداي، فقر بې وزلي او د پښتني ټولنې ځینې ناوړه رواجونه دي چې له کبله یې ډیر کله دا ډول دښمنۍ رامنځته کېږي، که شته د طالبانو حکومت، قومي مشران او دیني عالمان دا ډول د کورنیو ترمنځ د روغې جوړې لړۍ دوامداره وساتي؛ نو لېرې نه ده چې زمونږ ټولنه به نور له دا ډول بدبختیو خلاصه شي او خلک به ارامه ژوند ولري.»

د سره رود ولسوالۍ اوسیدونکي علي اصغر او خان زمان د دوو کورنیو هغه مشران دي، چې ۴۶ کاله یې په تربګنۍ کې تېر کړي.

د معلوماتو له مخې د دغو دوو کورنیو ترمنځ لانجه هغه وخت رامنځته کېږي، چې دواړه لوري د ځمکې پر سر لومړی په خپلو کې لفظي شخړه کوي او بیا پر یو بل ډزې کوي او په نتیجه کې یې یو تن وژل کېږي.

علي اصغر چې د قضیې یو لوری دی د قومي مشرانو په شوې فیصله خوښ دی او وايي، کلونه یې په دښمنۍ کې تیر کړل، خو د قومي مشرانو او دینی عالمانو له هلو ځلو وروسته پوه شو، چې له دښمنۍ څه نه‌جوړېږي.

علي اصغر زیاتوي: «کلونه مو په دښمنۍ کې تېر کړل او ژوند مو ټول خوار زار و، په خپله مې له قومي مشرانو غوښتنه وکړه، چې زمونږ ترمنځ روغه جوړه وکړي ډیر خوشاله یم چې د خیر خلک پیدا شول او زمونږ دغه دښمني د جرګې له لارې ختمه او په دوستۍ بدله کړه، اوس مو ایله ژوند وپیژانده ځکه دا دومره وخت دواړه کورنۍ په ویره کې وې نو زه وایم چې له دښمنۍ نه څه نه‌جوړېږي او ټولې خفه کورنۍ دې پخلا شي.»

په ورته مهال د همدې قضیې بل لوری خان ‌زمان وایي، د یادې دښمنۍ له امله له دواړو لوریو کلی کور پاتې وو او کلونه عمر یې په پردي وطن کې تیر کړ.

 نوموړی د قومي مخورو او دیني عالمانو مننه کوي چې د دوی ترمنځ یې روغه جوړه کړې.

خان زمان زیاتوي: «زموږ د دښمنۍ ۴۶ کاله کیدل چې له امله یې د دواړو لورو خپل کور او ځمکې پاتې وې، زه په یو ځای او هغه په بل ځای کې اوسیده،خو بیا هم مونږ د دښمنۍ ویره لرله او کاروبار له کوره بهر ته تګ مو په ډاډه زړه نه شو کولای، نور نو دواړه سخت ستړي وو، نور مو له وس نه څه نه‌ وو، اړ وو چې سپین ږیرو ته مراجعه وکړو، د جرګې دې هم کور ودان وي چې زمونږ دښمنۍ یې په ورورولۍ بدله کړه.»

د پښتنو په نږدې ټوله سیمو کې لویې او وړې ستونزې د جرګو له لارې حل کېږي. انځور: ننګرهار کې د طالبانو د رسنیو دفتر

بله لور ته دیني عالمان له اسلامي او ټولنیز اړخه د دوو کورنیو ترمنځ د دښمنیو حل یو نیک او هېله بښونکی اقدام بولي.

دیني عالم سراج الدین زیاتوي: «اسلام وایي، که هر مسلمان بل مسلمان ورور ووژني، نو جزا یې جهنم دی او د تل لپاره په دې ځای کې وي او دغه راز د الله ج غصب به وي په دغه انسان، نو ټولو انسانانو ته په کار ده چې له دښمنیو لاس واخلو او د ورورۍ ژوند وکړو.»

عام خلک هم ټینګار کوي او وایي، هره ستونزه بالاخره د خبرو له لارې حل کېږي او په ټولنه کې شته خلک باید په وړو شخړو او جنجالونو کې ډېر احتیاط وکړي او ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي.

د دوی په خبره، قومي مشران او حکومتي مسوولین باید د خلکو ترمنځ د شته دښمنیو او لانجو د حل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي، ځکه په دې سره ټولنه کې نظم تامینېږي.

ورته وخت کې بیا د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ چې په تېر یوه کال کې یې نږدې ۶۰۰ لویې او وړې ولسي شخړې حل او فصل کړې دي.

دغه وزارت لپاره د طالبانو مرستیال مولوي محمد اسماعیل غزنوي ویلي، د یادو شخړو پرمهال څه باندې دوه نیم زره کسانو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې وه.

نوموړی دغه‌راز د یادو شخړو له منځه د نورستان د کامدیش ولسوالۍ د ۹۱ کلونو پخوانۍ شخړې ته اشاره کړې، چې نږدې ۵۰۰ کسانو ته په کې مرګ‌ژوبله اوښتې او څه باندې ۱۱میلیارده افغانیو په ارزښت یې مالي زیان درلود.

نوموړی همداراز وایي، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د شخړو د حل لپاره کمېټې جوړې شوي او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې د دغه وزارت له لوري په لسګونه نورې قومي شخړې هم هوارې شي.

طالب چارواکي وایي، د دوی په واکمنېدو سره د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ترڅنګ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سیمه‌ییزو مسوولینو او قومي مشرانو په منځګړیتوب هم لسګونه دښمنۍ او شخړې حل شوي او پر دوستۍ بدلې شوې دي.