ننګرهار کې یوې خپلمنځي شخړه کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي طالب چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په ګوشتې ولسوالي کې د ځمکې پر سر د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې څلورو کسانو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې.

ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې دغه پېښه تېر ماښام (دوشنبه، ٢٨ د کب)د ګوشتې ولسوالۍ اړوند «سور ډاګ» سیمه کې د ملتان او شاه ولی کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې ده.

نوموړی زیاتوي، چې د شخړې په ترڅ کې د شاه ولي په نامه یو کس وژل شوی او د مقابل لوري درې کسان ټپیان دي.

هغه وايي، طالب سرتیري پر وخت د پېښې ځای ته رسیدلي ټپیان یې روغتون ته انتقال کړي او دغه راز یې په یاده شخړه کې د لاس لرلو په تور یو کس نیولی، چې اوس تر پوښتنې او ګروېږنې روانې دي.

په روانه اوونۍ کې د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې د ځمکو پر سر شخړو کې لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.