ننګرهار کې د یوې ښځې د ځان‌وژنې بدل کې بله ښځه وژل شوې

اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې د یوې ښځې د ځان‌وژنې په بدل کې بله ښځه د خسرګنۍ له لوري وژل شوې ده.

د یاد ولایت د امنيې قومندانۍ لپاره د طالبانو وياند عبدالبصير زابلی وایي، چې یاده پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ٢٨ د کب)د کوز کونړ ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

زابلی زیاتوي: «د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ امنیتي منسوبینو  ته د سیمې خلکو خبر ورکړی و، چې د یادې ولسوالۍ  اړوند سیمه کې یو میرمن وژل شوې ده، خو د امنیتي ځواکونو د څيړنې وروسته په ډاګه شوه چې یاده میرمن چا نه ده وژلې بلکې ځان وژنه يې کړې ده، د همدې مړې شوې میرمن کورنۍ چې خبره شوې نو خپله اینګور یې د چاقوګانو په ګوزارونو وژلې، دغه دواړه ښځې د یو بل په بدل کې واده شوې وې.»

د زابلي په وینا د یادې پېښې په تور دوه کسان نیول شوي دي.

نوموړی د یادې پېښې لامل د دواړو کورنیو ترمنځ کورنی تاوتریخوالی یادوي.

په دې ورورستیو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دا ډول پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې تر ډیره دخسرګنۍ، او پلارګنۍ سره شخړې او لانجې ښودل شوي دي.