د پوډري شېدو واردات؛ کندهار کې د غواګانو فارمونه او د شېدو د پروسېس فابریکې د سقوط له ګواښ سره مخ دي

کندهار کې د غواګانو د روزنې فارم لرونکي او د شېدو د پروسېس کارخونو مسوولین وایي، هیواد ته د ارزان بیه پوډري شېدو وارداتو د تازه شېدو بازار پېکه کړی، چې له امله یې فارم لرونکي له زیان سره مخ دي.

که څه هم د وروستیو وچکالیو او حیواني ناروغیو له کبله کندهار کې نږدې ۲۰ زره غواګانې له منځه تللي، خو بیا هم دغلته د غواګانو د روزنې فارمونو او د شېدو د پروسېس کارخونو پراختیا موندلې او سلګونه کسان د دغه کاروبار له امله خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.

کندهار کې چې د لبنياتو د توليد دوې لوی او سلګونه وړې کارخوني فعاليت کوي، مسوولین یې وایي، چې دوی د خپلو تولیداتو د پراختیا لپاره د کندهار سربیره له هلمند، زابل، ارزګان او نورو ولایتونو څخه تازه شېدې راټولوي او په دې کار سره خلک هڅیدلي چې په کمو امکاناتو د غواګانو د روزنې فارمونه جوړ کړي.

خو، دوی د هیواد په بازارونو کې له بهره وارد شوې پوډري شېدې د خپل کار د پراختیا پر وړاندې لویه ننګونه بولي او زیاتوي که د پوډري شېدو د وارداتو مخه ونه نیول شي، نو ویره شته چې شته کارخونې به سقوط او فارم لرونکي به له خپل کاره لاس واخلي.

د کندهار په بازارونو کې د ارزان بیه پوډري شېدو شتون د تازه شېدو بازار پېکه کړی دی

کندهار ښار کې د «افغان مالدار» په نوم د شېدو پروسېس کارخوني مسوول نعمت الله نعمت وايي، چې د پوډري شېدو د ټیټو بیو له امله دغلته د غواګانو څخه د لاسته راغليو تازه شېدو ډيره کمه اندازه په مصرف رسېږي.

نوموړی زیاتوي، چې فارم لرونکو ته د غواګانو یو کیلو شېدې په پنځه ډېرش افغانۍ پرېوځي او په اوسنيو بازارونو کې یې بیه ۲۵ افغانۍ ده او همدارنګه پوډري شېدې بیا في کیلو په ۲۰ افغانۍ تمامیږي، چې په خبره یې د بیو دې ټیټوالي د طبیعي شېدو بازار خراب کړی دی.

هغه وویل: «ستونزه داده چې دولت ته په کار ده چې زموږ له لبنياتي سکټور سره ګډ کار وکړي، نو دا ستونزه به حل شي، داسې مرجع نشته چې هلته دې موږ ځان نه وي رسولی او موضوع مو نه وي ورسره شريکه کړي، که څه هم پر پوډري شېدو دېرش فيصده محصول پورته شوی، خو هغه يوازې په في کيلو کې دوې نيمې افغانۍ تفاوت راغلی، حد اقل بايد د پوډري او طبیعي شېدو نرخو سره يو رقم شي بيا اختيار مشتري ته ورکول شي چي کوم يو رانيسي، د پوډري شېدو له کبله ډير فارمونه تړل شوي او پوډري شېدو د طبیعي شېدو ځای نيولی.»

نعمت الله وایي، چې د شېدو څخه لاسته راغليو وطني توليداتو ته دې هيواد کې دننه او بهر د خرڅلاو لپاره زمينه برابره شي، ترڅو د شېدو پروسېس فابريکو ترڅنګ مالداران او فارم لرونکي پخپلو پښو ودريږي.

کندهار کې د شېدو د پروسېس کارخونې بېلابېل خواږه هم تولیدوي

دغه راز کندهار کې د میلکو په نوم د شېدو پروسېس کارخونې مسوولین وایي، هره ورځ له مالدارانو او فارم لرونکو شاوخوا ۵۰ زره لېټره تازه شېدې اخلي او له هغې وروسته يې پروسېس او بازار ته عرضه کوي، چې په خبره یې وچو شېدو یې د تولیداتو بازار ور خراب کړی دی.

د دې فابريکې مسوول سيد احمد شاه اغا وايي، چې کندهار کې يې د شېدو راټولولو، پروسېس او خرڅلاو په برخه کې د ۱۰ ميليونه امريکايي ډالرو په پانګونې سره ۱۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې او همدارنګه ورسره زرګونه نور مالدارن او فارم لرونکي په غيرې مستقیمه توګه کار کوي.

د نوموړي په وينا چې اوسمهال يې داخلي بازارونه د وچو پوډري شېدو له امله پيکه شوی ځکه په خبره يې چې له بهرنيو هيوادونو را وارد شوي وچي شېدي لبنيات لرونکو ته له وطني طبعي هغو ارزانه تمامیږي.

احمدشاه اغا وویل: پنځه زره مالداران زموږ د خدماتو څخه برخمن دي او د هغو څخه موږ شېدې راټولوو د ورځې په جريان کې موږ له مالدارانو څخه  ۵۰زره لېټره شېدې راټولوو او په پروسېس يې رسوو، د پروسېس څخه وروسته يې بازار ته غرضه کوو، وچو پوډري شېدو زموږ پر بازار بیخي منفي اغيزې کړي، تر طبیعي شېدو وچې بهرنۍ شېدې ارزانه تمامېږي غوښتنه مو همدا ده چې بايد ماليات پرې لوړ شي او يا يې پر وارداتي برخه بنديز ولګیږي.»

کندهار کې د یوې بلې کارخونې مسوول عبدالقادر بیا وايي، چې دغلته د لبنياتو ډیری توليدي کارخوني د وطني طبیعي شېدو پر ځای پوډري شېدي استعمالوي چې په خبره يې دې چارې ډ ډيری فارم لرونکو کاروبار اغيزمن کړی او ورسره يو وخت د تازه شېدو بیې هم ټیټې شوې دي.

دده په خبره چې هيواد ته تر ډيره له پاکستان او چين هيوادونو څخه وچې شېدې وارديږي چې په خبره یې ښايي د څو راتلونکو کلونو په ترڅ کې کندهار او شاوخوا ولایتونه کې د مالدارۍ سیستم ډير اغيزمن کړي.

عبدالقادر وویل: «په دې خو موږ نه يو خبر چې دا وچې شېدې د څه شي څخه جوړېږي، کوم مواد ورسره ګډېږي او ګټې او تاوانونه يې څه شی دي، موږ ته وچې شېدې کيلو په ۲۲ افغانۍ راکوي مګر وطنۍ شېدې تر دې ګرانې راته تماميږي، وچې شېدې موږ ته د هري خوا ضربه رسوي، اوس کاشکې دا ګرانې وی.»

ورته مهال کندهار کې د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوول سيد سرور اغا په دې اړه وايي، چې تازه یې د خصوصي سکتور د ځان بسايني لپاره هڅې پېل کړي او تر څنګ به يې هيواد ته پر وارداتي وچو شېدو ماليات ۸۰ فيصده نور هم لوړ کړي.

نوموړي وویل: «دلته په کندهار کې د پنبې تر څلوېښتو زياتې کارخانې شتون لري چي ورسره يو وخت کنجاړه هم توليدوي او دا د لبنيات لرونکو او فارمدارانو لپاره ډير ارزانه تمامېږي چې د غواو په خوراکه کې ورڅخه استفاده وکړي، کندهار کې د ميلکو لبنيات لرو چې توليدات يې تر شماله صادرېږي خو غټ مشکل لاهم دادی چې د پخوا په څېر د وچو شېدو واردیدل نه دي بند شوي، موږ د دې تقاضا کړې چې بايد پرې تعروفه لوړه شي ځکه فارمونه ډير شوي، پخوا پر وچو شېدو دوه فيصده تعروفه اخيستل کېده بيا ديرش فيصده شوه، خو موږ په دې هم غاړه نه باسو او تردې به يې هم پرې لوړه کړو ځکه وچې شېدې تقلب ته هم لاره هواروي او لبنيات لرونکي يې د لندو شېدو پر ځای هم استعمالوي.»

کندهار کې د شېدو د تولید په موخه د غواګانو سلګونه فارمونه جوړ شوي دي

بلخوا کندهار کې د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وياند ننګيالی سمون د فارم لرونکو د ستونزه په اړه څه نه وایي، خو زیاتوي چې دا مهال کندهار کې ۹۶۰ د غواګانو د ساتنې لوی او واړه فارمونه شتون لري.

نوموړی زیاتوي، چې دغه فارمونه د کندهار په ارغنداب، ژېړۍ، ډنډ، دامان، پنجوايي، ميوند، معروف او شاوليکوټ ولسواليو کې جوړ شوي دي.

هغه وویل: «په دغه فارموم کې څلور لکه شل زره حيوانات دي، په دوبي موسم کې يو څه زياتېږي ځکه کوچيان هم راځي، فارمدارانو ته مو د غواګانو د ساتنې او نورو برخو کې تعلیمات ورکړي چې د اړتياوو په صورت کې خپله لاس په کار شي.»

کندهار کې د شېدو د پروسېس سربېره يې د استعمال کچه هم ډيره لوړه ده، د معلوماتو له مخې دغلته هر ورځ شاوخوا ۳۰۰ زره لېټره شېدې په مصرف رسېږي.