د پاکستان او طالبانو شخړه؛ اغېزمنه سوداګري او د خلکو انديښنې

د روانې مارچ مياشتې پر ۱۸مه د شپې ناوخته پاکستاني جيټ الوتکو د پکتيکا ولايت د برمل پر «لمن» سيمه او د خوست سپېرې ولسوالۍ په «افغان دوبۍ» سيمه کې د عامو خلکو پر کورونو هوايي بریدونه وکړل، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون يې ۱۱ کسان په کې ووژل، له دې بريد وروسته سمدستي په پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې طالبانو خپلو پوله ساتو ځواکونو ته امر وکړ، چې له کرښې پورې غاړه د پاکستاني پوځيانو تاسيسات په نښه کړي.

دغه نښتې د پکتيکا په انګور اډه او د پکتيا ولايت په ډنډپټان ولسواليو کې د دواړو غاړو ترمنځ د سپکو او درنو وسلو په کارولو سره پېل، چې ساعتونه دوام يې درلود.

په پکتيا ولايت کې ځايي سرچينو اطلاعات روز ته وويل، چې په ډنډپټان ولسوالۍ کې د پاکستان له خوا په توغول شويو مرميو کې عام خلک او د طالبانو يوه پوسته په نښه شوي چې دوه کسان يې له امله وژل شوي او یو شمیر ماشومان په کې ټپيان شوي، طالبانو مقابل لوري ته هم د درنې مرګ، ژوبلې ور اړولو ادعا کړې.

هم مهاله په پکتيکا کې هم بريد ترسره شو، خو د هغه د تلفاتو په اړه له رسنيو سره معلومات شريک نه شول.

د پاکستان هوایي بريدونه په هيواد کې دننه او بهر د افغانانو له خوا په کلکو ټکو وغندل شول او دا يې د پاکستاني حکومت له لوري پر افغان خاوره ښکاره تېری وباله.

د پکتيکا ولايت اوسېدونکی حاجي روح الله وایي، پاکستان په ډیرې سپين سترګۍ پر افغان خاوره تجاوز کړی او د ترهګرو ډلو په بهانه يې په برمل ولسوالۍ کې چې تازه د لمنې سيمې ته راکډه شوې وې، بمبار کړې او ښځې او ماشومان يې ووژل.

هغه زياته کړه، چې شايد دا د ياد حکومت له خوا لومړنۍ او وروستی بريد و نه اوسي او د مخنيوي لپاره يې له طالبانو غوښتنه وکړه، چې له خپلې خاورې د دفاع لپاره د تيارسي په حالت کې و اوسي.

نوموړي داسې وويل: «پاکستان په افغان خاوره تېری وکړ، بشري جنايت يې ترسره کړ، ځکه بې ګناه ښځې او ماشومان يې په دغو بريدونو کې په شهادت ورسول. دا ښکاره خبره ده چې دغه هيواد پخوا هم دا ډول بريدونه په خوست کړي او شايد وروسته يې هم وکړي، خو پکار طالبانو ته دا ده چې کلک ځواب ورکړي.»

په هوايي بریدونو کې وژل شوي ماشومان. انځور:  د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست

د هوايي او ځمکني بريد اغېزې

په پکتيکا او خوست کې د پاکستان د هوايي بریدونو ور هاخوا د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ځمکنۍ نښتې له امله دغلته له پاکستان هيواد سره ټولې پولې د تګ-راتګ پرمخ تړل شوي.

د پکتيکا انګور اډه، د خوست غلام خان او د پکتيا خرلاڅي سوداګريزې لارې د خلکو او بار وړونکو موټرو د تګ – راتګ پرمخ تړل شوي چې ځينې يې د څلورو ورځو په تېرېدو لاهم بندې پاتې دي.

په خوست ولايت کې ځايي سرچينې بيا وايي، چې د غلام خان بندر لاره د دواړو غاړو ترمنځ د قومي مشرانو په منځګړيتوب بيرته خلاصه شوې، خو انګور اډه او خرلاڅي لاهم هماغسې بندې پاتې دي.

په خوست کې له پاکستان سره د غلام خان بندر

د پکتيا له څمکنيو ولسوالۍ څخه يوې سيمه ييزې سرچينې اطلاعات روز ته وويل، چې د خرلاڅي دروازې له لارې به هره ورځ سلګونه کسان او لسګونه بار وړونکي موټر پاکستان او يا له هغه ځايه افغانستان ته تګ-راتګ کاوه خو څلور ورځې کېږي چې پر دغه لاره هيچاته د تګ يا راتګ اجازه نه ده ورکړل شوې.

نوموړي زياته کړې چې د لارې له تړل کیدو وروسته په ښار کې د ځينو توکو بيې هم لوړې شوې دي.

هغه د پټان او پاړه چینار د سيمې له قومي مخورو غوښتنه کوي چې د لارې د خلاصون لپاره جرګه شي.

د پکتيکا ولايت انګور اډه هم له مهمو سوداګريزو لارو څخه يې يوه ده، چې اوس د بيا احتمالي بريد له امله تړل شوې.

د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، د انګور اډې په سيمه کې له کرښې په لېرې فاصله کې لسګونه بار وړونکي موټر ولاړ دي او په خبره يې چې د طالبانو سرحدي ځواکونه هم د تيارسي په حالت کې دي.

د ښرنې ښار يو تن هټۍ وال کريم د پاکستان له خوا شوی عمل ظالمانه بولي، خو وايي دا ډول بريدونه يوازې د کرښې دواړو غاړو پرتو پښتنو قومونو ته زيان رسوي.

کريم زياتوي چې د انګور اډې لارې تړل کېدل په سوداګرۍ منفي اغېز کوي او وايي، د ځينو توکو بيې ورسره لوړې شوې دي.

هغه وويل: «مونږ خو اول د پاکستان له خوا شوی زياتی غندو، بيا دا وايو چې له داسې بريدونو او نښتو يوازې د دواړو غاړو پښتانه زيانمن کېږي او ملاتړ يې نه کوو، نورې ستونزې هم ترې پورته کيږي، چې ښه مثال يې د انګور اډې دروازې تړل کېدل دي چې مونږ ورځينې خبر شوي يو، نو دا بد اغېز لري.»

د طالبانو دفاع وزرات د لوی درستیز مرستيال مالي خان سفر د پکتیا ډنډپټان ولسوالۍ ته. انځور: د طالبانو د دفاع وزارت

د طالبانو غبرګون

د پاکستان له هوايي بريدونو وروسته د طالبانو دفاع وزارت په يوې اعلاميه کې د شويو بریدونو د غچ اخيستلو لپاره فرضي کرښې ته څېرمه د ځينو پاکستاني تاسيساتو د په نښه کولو خبر ورکړ او ویې ویل چې دا کار يې له ارضي تماميت د دفاع په خاطر ترسره کړی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په هماغه سهار اعلاميه خپره کړه، چې د پاکستان هوايي برید يې وغانده او دا يې د افغانستان پر خاوره تېری وباله او ویې ويل، چې دا ډول حرکات بدې پايلې لرلی شي.

مجاهد په اعلاميه کې زياته کړې چې په شوي هوايي برید کې ټول ښځې او ماشومان په نښه شوي دي.

د غبرګونونو پر دوام د طالبانو دفاع وزارت په يوې بله خبرپاڼه کې وويل، چې د دفاع وزرات د لوی درستیز مرستيال مالي خان د چهارشنبې په ورځ د پکتيا ډنډ پټان ولسوالۍ ته سفر کړی او د وضعيت ارزونې لپاره يې پر «ډيورنډ فرضي کرښه» له امنيتي پوستو څخه هم ليدنه کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده زهرا بلوچ. انځور: خواله رسنۍ

د هوايي بريدونو په تړاو د پاکستاني حکومت څرګندونې

د تېرې پنج شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې زهرا بلوڅ په يوې خبري ناسته کې د دغه هيواد له لوري په خوست او پکتيکا ولايتونو کې د شويو هوايي بریدونو پخلی وکړ او ویې ویل، چې له دې وړاندې يې د افغان طالبانو له مشرانو په ليکلي ډول غوښتنه کړې وه چې د پاکستاني طالبانو د مشرانو پټنځايونه له منځه يوسي، خو هغوی پرې کوم اقدام و نه کړ نو ځکه يې دغه بريدونه ترسره کړل.

بلوڅ زياته کړه چې په يادو بريدونو کې يې ملکي خلک او نظامي تاسيسات نه دي په نښه کړي او د تحريک طالبان پاکستان غړي يې وژلي دي، خو طالبانو دا ډول ادعاوې په کلکه رد کړې دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ دغه ترينګلتياوې په داسې مهال مخ په زياتېدو دي، چې له کرښې پورې غاړه خيبر پښتونخوا او ځينو نورو سيمو کې د وسله والو مخالفو ډلو له خوا بريدونو زور اخيستی او پړه يې تر ډېره د طالبانو پر حکومت ور اچول کېږي چې دلته يې په افغانستان کې د يادو ډلو روزنې او ساتنې ته زمينه برابره کړې، خو طالبانو په ځلونو دا ادعاوې رد کړي او ويلي دي چې افغان خاوره به د هيڅ کوم هيواد په زيان و نه کارول شي.