د تورخم دروازه د سوداګریزو توکو او تګ–راتګ پر مخ وتړل شوه

اطلاعات روز: ننګرهار کې طالبان وايي، د پاکستان له لوري د تورخم لاره یو ځل بیا د تګ–راتګ او سوداګریزو موټرو پر مخ تړل شوې.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي وایي، چې دغه لار نن (یکشنبه، ٥ د وري) سهار ۱۰:۰۰ بجې له هغه وروسته وتړل شوه، چې پاکستاني ځواکونو او ملکي مامورینو یې خپل منځي شخړه وکړه.

نوموړی زیاتوي، چې دغه لاره د لنډ مهال لپاره تړل شوې او تمه لري چې له څو ساعتونو وروسته به بیرته د هر ډول تګ راتګ پرمخ خلاصه شي.

قریشي زیاتوي :«د تورخم لاره ځکه تړل شوې ده چې پاکستاني نظامي او ملکي مامورینو خپل منځي لانجه کړې ده.»

پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې هم د تورخم دروازه د طالب او پاکستاني چارواکو د ناندریو له امله څو ځلې تړل شوې وه.