کونړ کې د پاکستاني طالبانو ازادانه فعالیت خلک اندېښمن کړي

کونړ کې سیمه ییزې سرچینې ادعا کوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دغه ولایت کې د پاکستاني طالبانو د تحریک فعالیت زیات شوی او خلک یې له اندېښنو او وېرې سره مخ کړي.

شلتن، سرکاڼو، دانګام، پېج دره، اسمار او ناړۍ د کونړ یو له هغو ولسوالیو دي، چې ځايي خلک په کې د پاکستاني طالبانو د تحریک غړیو د ازادانه فعالیت او له دغې ډلې سره د مرستو په نوم د چندو ټولولو ادعا کوي.

ځايي خلک وايي، د طالبانو حکومت تر اوسه په دغه ولایت کې د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو د مخنیوي په موخه کوم ګام نه دی پورته کړی او اندېښنه لري که دا حالت همدا ډول دوام وکړي راتلوونکې کې به لوی سرخوږی جوړ کړي.

کونړ کې سیمه ییزې سرچینې وايي، وروسته له هغه چې پخوانی جمهوري نظام ړنګ شو او پر ځای یې طالبانو پر ټول افغانستان ولکه ټینګه کړې دغلته د پاکستاني طالبانو د تحریک فعالیت زیات او د ځايي ولسي خلکو په څېر عادي شوي.

د دغه ولایت په مرکز اسعد اباد کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې پاکستاني طالبان (TTP) له لېرې پرتو ولسوالیو په ښکاره ډول پر موټر سایکلو د توکو د اخېستو په موخه اسعد آباد ښار ته راځي او بېرته پرته له کومې ستونزې خپلو سیمو ته ستنېږي.

سرچینه وايي، ډېر کله یې لیدلي، چې د پاکستاني طالبانو د تحریک غړي له ځايي طالبانو سره یو ځای اسعد اباد ښار ته راغلي او بېرته د همدوی په بدرګه لېرې پرتو ولسوالیو ته تللي دي.

دې سرچینې له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: « د مخکېني حکومت په وخت کې هم ټي ټي پي د کونړ په سرحدي ساحو کې فعالیت کاوه، چې هغه هم افغان طالبانو ورسره همکاري کوله؛ خو کله چې جمهوریت سقوط شو، یوازې دا نه چې په ولسوالیو کې د ټي ټي پي فعالیت زیات شوی، بلکې اسعد اباد ته هم ازادانه په موټرسایکلو راځي، سوداګانې کوي او بېرته خپلو منطقو ته ځي، داسې مې هم لیدلي چې خپله افغان طالبان ورسره وي او ښار کې ګرځېدلي او بېرته تللي دي.»

د کونړ مرکز اسعد اباد

سرچینې دغه راز ادعا کوي، چې کونړ کې یو شمېر ځايي خلک د پاکستاني طالبانو تر اغېزې لاندې دي او پاکستاني طالبانو سره د همکارۍ سربېره د هغوی د مالي ملاتړ په موخه چندې ټولوي.

یوه سرچینه یاتوي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک غړي د کونړ د لېرې پرتو ولسوالیو په یو شمېر سیمو کې په ولسي کورونو کې اوسېږي، چې ګڼ خلک یې تر خپلې فکري ولکې لاندې راوستي.

دغې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته زیاته کړه: « ټي ټي پي په سرکاڼو، دانګام، شلتن، دره پېج، آسمار، ناړۍ او بعضې نورو ساحو کې په کلیو کې په کرایه کورونه نیولي، ډېر خلک یې تر خپل تاثیر لاندې راوستي، بعضې خلک چې د ټي ټي پي تر تاثیر لاندې دي د دې ټولو ولسوالیو په جوماتونو کې هره جمعه هغوی ته چندې ټولوي، خلک هڅوي چې هغوی سره یو ځای شي، ټي ټي پي خلکو ته ویلي، چې مونږ د پاکستاني عسکرو خلاف جنګېږو او وايي، چې افغانستان کې جګړه نه کوي او یوازېنی هدف یې د پاکستاني پوځیانو خلاف جګړه ده او ورته وايي، چې دوی سره یوځای د پاکستاني عسکرو خلاف جنګ وکړي، نو ځېنې خلک ورسره ملګري شوي هم دي، هغه خلک چې پخوا د افغاني طالبانو په صفونو کې وو، چې بیا له دوی خفه شول او هغوی سره یو ځای شول.»

د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې یو ځايي اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې ټي ټي پي دغې ولسوالۍ کې د هغو قبایلي خلکو په کورونو کې اوسېږي، چې د پاکستان تابعیت یې اخېستی او په کوزه پښتونخوا کې ژوند کوي.

ځايي اوسېدونکي شاهد الله (مستعار) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: « شونګړۍ کې پخوا ډېر خلک اوسېدل، چې پاکستان ورته د قبایلو په نوم شناختي کارډونه ورکړل، اوس د هغوی کورونه خالي شوي او ټي ټي پي په کې اوسېږي، تقریباً شل کورونو کې پراته دي، فامیلونه ورسره نشته، یوازې اوسېږي، شونګړۍ ډېورنډ کرښې سره پرته ساحه ده او دوی همغه ساحه کې تمرینات هم کوي، کله د وړو وسلو او کله د غټو وسلو ډزې وي.»

کونړ کې د ځايي خلکو له پاکستاني طالبانو د ملاتړ لامل هغوی ته د مالي امکاناتو ورکړه بلل شوې.

د سرکاڼو ولسوالۍ یو ځايي اوسېدونکی چې د دغې ډلې له منځه پوره معلومات لري ادعا کوي، چې ټي ټي پي خپلو افغاني ملاتړو ته میاشتني معاشونه او وسلې ورکوي، چې له امله یې دوی ټي ټي پي ته د پناه ترڅنګ هغوی ته مثبت تبلیغات هم کوي.

د سیمې اوسېدونکی وايي: « له کونړه چې کوم خلک ټي ټي پي سره ملګري دي، اکثره یې پخوا د امارت غړي وو، خو دوی له امارت خفه شول او بیا ټي ټي پي سره یو ځای شول، ټي ټي پي ورته تر یو لک کلدارو پیسې ورکوي، خلکو ورته د کورونو زمینه هم برابره کړې او د دوی په ګټه تبلیغ هم کوي، نورو خلکو ته وايي، چې د ټي ټي پي کار د پاکستان عسکرو سره دی او افغانانو سره یې هېڅ کار نشته او باید دوی سره همکاري وکړئ»

کونړ مېشتي په دغه ولایت کې د پاکستاني طالبانو د تحریک غړیو فعالیت اندېښمن او وېرولي او زیاتوي که د دغې ډلې د فعالیتونو مخنیوی ونه شي، ښايي راتلوونکي کې د کونړ په ګڼو سیمو او حتی څېرمه ولایتونو ته هم خپل فعالیتونه وغځوي، چې بیا به یې کنټرول د هر چا له توانه پورته وي.

د کونړ د شلتن ولسوالۍ اوسېدونکی فیض الله د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې په دې ولایت کې د پاکستاني طالبانو تحریک د فعالیت مخه ونیسي.

نوموړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: « کونړ کې د ټي ټي پي فعالیت د طالبانو راتګ سره بېخي زیات شوی؛ خلک یې ډېر تشویش کې اچولي، زمونږ غوښتنه دا ده، چې امارت باید د ټي ټي پي پر وړاندې اقدامات وکړي او هغوی ته وخت ورنه کړي، چې دلته فعالیت وکړي، که له اوس نه یې مخنیوی ونه شي بیا به یې نه طالبان او نه عام خلک دوی کنټرولولی شي.»

د کونړ اسمار ولسوالۍ. انځور: خواله رسنۍ

د کونړ د اسمار ولسوالۍ ځايي خلک ادعا کوي، چې د دغې ولسوالۍ په ګڼ شمېر سیمو کې د پاکستاني طالبانو غړي کور په کور له دغې ډلې سره د خلکو د یو ځای کېدو تبلیغات کوي او له خلکو غوښتنه کوي، چې باید له دوی سره یو ځای شي.

په ناړۍ ولسوالۍ کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وایي، چې پاکستاني طالبان د هرې جمعې لمانځه پرمهال له هغوی سره د خلکو د یو ځای کېدو سربېره له ځايي ولسي خلکو چندې هم ټولوي او زیاتوي، که چنده ورته ټوله نه شي په مرګ ګواښل کېږي.

دغه سرچینې وویل: « زمونږ ولسوالۍ کې هره جمعه د ټي ټي پي کسان چې د دغه ځای خلک هم ورسره وي په جوماتونو ګرځي، اول خلک دعوتوي، چې هغوی سره ملګري شي او بیا ترې چندې هم ټولوي.»

تر اوسه معلومه نه ده، چې کونړ کې څومره ځايي خلک د پاکستاني طالبانو د تحریک غړي دي، خو د باوري سرچینو د معلوماتو له مخې یو شمېر سیمه ییز کسان چې ټي ټي پي سره ملګري دي له دغې ډلې سره یو ځای جګړې ته هم ورغلي، خو دا چې د دغې ډلې کورني ملاتړي هم د پاکستاني پوځیانو پر وړاندې جګړه کې وژل شوي په اړه یې معلومات په لاس کې نشته دي.

موږ هڅه وکړه، چې کونړ کې د پاکستاني طالبانو د تحریک غړیو (TTP) د فعالیت، هغوی ته د چندو را ټولولو او په ولس مېشتو سیمو کې د هغوی د استوګنې په تړاو په دغه ولایت کې د ځايي طالبانو نظر هم ولرو؛ خو له پرلپسې هڅو سره بیا هم ونه توانېدو، چې دې ولایت کې د طالبانو د ولایت مقام، امنیې قومندانۍ او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست نظر ترلاسه کړو.

د طالبانو حکومت د واک له لومړۍ ورځې په افغانستان کې ترورېستي ډلو ته په پناه ورکولو تورن دی، خو دې ډلې په وار وار په افغانستان کې د بهرنیو ترورېستي ډلو فعالیت رد کړی او ژمنې یې کړي، چې له افغان خاورې به د نورو هېوادونو امنیت نه ګواښل کېږي.

کونړ کې د پاکستاني طالبانو د فعالیت په تړاو د ځايي خلکو ادعاوې داسې مهال کېږي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د پاکستان پوځ په ځلونو په دغه ولایت کې هوايي او راکټي بریدونه کړي، چې موخه یې د (ټي ټي پي) د لوړ پوړو غړو په نښه کول یاد کړي.