بې وزلي او روژه؛ جلال اباد ښار کې د سوالګرو شمېر زیات شوی

اطلاعات روز: د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار اوسیدونکي وايي، چې د روژې په روانه میاشت کې دغلته د سوالګرو شمېر تر بل هر وخت خورا زیات شوی دی.

د ښاریانو په خبره ډېری یې هغه میرمنې او ماشومان دي چې د کورنۍ سرپرست یې په تیرو جګړو کې له لاسه ورکړی او اوس یې له مجبورۍ نورو ته لاس غځولی دی.

کامران چې په جلال اباد ښار کې هټۍ لري وایي، په دې سوالګرو کې زیات شمېر یې پېغلې دي او د سپین سرې مېرمنې هم ورسره دي.

نوموړی وایي، د جلال اباد ښار او لویو لارو کې دغه ډول سوالګر په روژه کې ډیر ترسترګو کېږي.

کامران زیاتوي:«سږکال روژه کې جلال اباد ښار کې سوالګر بیخي زیات شوي او لامل یې هم فقر، بې وزلي او د ځینو کورنیو د سرپرستان نشتون دی، زیاتره سوالګر چې دوکان ته راځي وایي، د کور سرپرست نه لرم او بچي راتر غاړې دي، نو حکومت او خیریه بنسټونه باید د دوی لاسنیوی وکړي.»

نوموړی زیاتوي د سوالګرو په منځ کې ځینې نامستحیق سوالګر هم شتون لري، چې له خلکو یې د صدقې د ورکړې لار ورکه کړې ځکه د اړمنو او نامستحقو توپیر ورته ګران شوی.

د ښار یو بل اوسېدونکی رحمت الله په جلال اباد ښار کې د سوالګرو زیاتیدو لامل د طالبانو له لوري د ښځو پر کار بندیز، بې کاري، د خوراکي توکو بیو لوړوالی، د کورنیو سرپرست نشتون او د بشري مرستو په ویش کې د اړمنو کورنیو نه لاسنیوی هغه عوامل بولي، چې له کبله ځینو کورنیو سوالګرۍ ته مخه کړې ده.

نوموړي څرګنده کړه، چې سوالګر د تېر په پرتله سږکال روژه کې زیات شوي او په خبره یې ډېری یې هغه خلک دي چې د کورنۍ سرپرست نه لري.

رحمت الله زیاتوي:«روژه کې سوالګر زیات شوي او خلک مجبور دي، چې سوال وکړي ځکه طالبان خلکو ته د کار زمینه نه برابروي او کومې مرستې چې کېږي هغه هم په خپلو کې ویشي.»

سوالګر بیا وايي، د بې‌وزلۍ او کار نشتون له امله اړ دي چې سوال وکړي او خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

ګل زمینه چې خاوند یې د تیرو جګړو پرمهال وژل شوی او اوس یې د څلورو اولادونو سرپرستي ورترغاړې ده وایي، که اړه شوې نه وای نو هېڅکله به یې چاته د سوال لاس نه و اوږد کړی.

نوموړې وایي، د کار کولو لپاره بل څوک نه لري، خو که یې څوک لاسنیوی وکړي هېڅکله به بیا سوال ونه کړي.

ګل زمینه زیاتوي: «خاوند مې تېر حکومت کې عسکر و، خو هلمند کې د دندې پرمهال ماین چاودنه کې ووژل شو اولادونه مې کوچني دي او بل څوک د کار نه لرم مجبوره یم چې سوال وکړم تر اوسه راسره هیچا داسې مرسته نه ده کړې چې زمونږ اقتصادي ستونزې دایمي حل کړي.»

په همدې حال کې د ننګرهار کار او تولنیزو چارو لپاره د طالبانو رییس مولوي فریدالله حقاني وایي، چې دوی د اړمنو سوالګرو سره نغدي او د خوراکي توکو مرستې ترسره کړي او دا لړۍ یې روژه کې تر بل هر وخت ګړندۍ کړې.

په ننګرهار کې د سوالګرو د زیاتیدو په تړاو داسې مهال اندېښنې را پورته کېږي، چې د طالبانو د حکومت په رامنځته کیدو سره بې وزلي او بې کاري اوج ته رسیدلې چې خلک یې د يوې ګولې ډوډۍ موندلو لپاره سوالګرۍ ته اړ کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته